کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره د سرطاني ناروغیو برخې روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د اړینو طبي تجهیزاتو برابرولو، د کابل په افشار ساحه او بامیان ولایت کې د جوړېدونکو روغتونونو څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي پرون په کابل کې د ایران له سفیرعلي رضا بیکدلي سره ولیدل.
خبرپاڼه کاږي، په دې لیدنه کې د سرطاني ناروغیو برخه کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د اړینو طبي تجهیزاتو برابرولو، د کابل په افشار ساحه او بامیان ولایت کې د جوړېدونکو روغتونونو د څرنګوالي، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د روغتیا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وشوې.
بیکدلي افغان لوري ته د روغتیا برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې په کابل او بامیان ولایتونو کې به د ایران له خوا د جوړېدونکو روغتونونو چارې بېرته پیل شي او د ظرفیت لوړونې برنامې به پلې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP