Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سويډن له افغانستان سره ۲،۲ میلیون امریکايي ډالر مرسته اعلان کړه

کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۴): د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې د سويډن د نړۍوالې پراختیا او همکارۍ ادارې په افغانستان کې د ميندو او ماشومانو د تغذیې د ملاتړ لپاره له دغه بنسټ سره ۲،۲ میلیون امریکايي ډالر مرسته اعلان کړه.

د خوړو نړۍوال پروګرام پرون پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) د سويډن د نړیوالې پراختیا او همکارۍ له ادارې (SIDA) د ۲.۲ میلیون ډالرو مرستې هرکلی کوي.»

د ملګرو ملتونو یاد پروګرام ویلي چې دغه اندازه پیسې به د خوارځواکۍ د له ‌منځه وړو په موخه ۱۲۵ زره ميندو او ماشومانو ته د ځانګړو خوراکي توکو د وېش برخه کې ولګول شي.

سرچینې زیاته کړې، د سوېډن د نړیوالې پراختیا او همکارۍ ادارې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ زېږدیزو کلونو ترمنځ د خوړو له نړۍوال پروګرام سره څه باندې ۳۰ میلیون امریکايي ډالر مرسته کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.