منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

انورالحق کاکړ د پاکستان د موقت لومړي وزیر په توګه معرفي شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۷۱ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۲): د پاکستان د پارلمان له منحل کېدو دوه ورځې وروسته رسنیو د دغه هېواد د موقت لومړي وزیر په توګه د انورالحق کاکړ د معرفي کېدو خبر ورکړی دی.

رویټرز راپور ورکړی چې لومړي وزیر شهباز شریف او د پاکستان د حکومت د مخالفې ډلې مشر راجا ریاض نن (شنبه) له یوې ځانګړې ناستې وروسته د انورحق کاکړ د ټاکنې په ‌تړاو موافقه وکړه.

انورالحق کاکړ د پاکستان په مشرانو جرګه کې د بلوچستان عوامي ګوند استازی دی او په خبریالۍ برخه کې یې کار کړی. ټاکل شوې نوموړی ډېر ژر د پاکستان لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي.‎

د یادونې ده، دوه ورځې وړاندې د پاکستان ولسمشر عارف علوي د دغه هېواد پارلمان منحل کړ.

د پاکستان د قانون پر بنسټ، ‎نوې ټاکنې باید د پارلمان له منحلېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نړیوال خبرونه