ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د ٦٠ ميليون افغانيو په لګښت لسګونه کورنيو ته د سرپناه جوړولو چارې پيل شوې

12 Aug 2023 - 15:16
12 Aug 2023 - 15:16

مهترلام (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۲): د لغمان د کډوالو چارو ریاست وایي چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ٦٠ ميليون افغانيو په لګښت ١٧٧ بې‌وزلو کورنيو ته د دايمي سرپناه جوړېدو چارې پيل شوې.

د لغمان د کډوالو چارو رییس مولوي غلام‌الرحمن بلال پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د دغه ولايت په مرکز او درېيو ولسواليو کې ١٧٧ بې‌وزلو کورنيو ته د دايمي سرپناه جوړېدو چارې پرون پيل شوې.

هغه وويل چې ٢٣ کورونه په مرکز مهترلام، ٢٦ کورونه په الينګار، ۱۵ کورونه په دولت شاه او ١١٣ کورونه هم په اليشنګ ولسوالۍ کې جوړيږي.

هغه زياته کړه چې د يادو کورونو پر جوړولو ٦٠ ميليونه او ٥٧٨ زره افغانۍ لګښت راځي او په دې پروژه کې نږدې ۹۰۰ کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version