منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۵ غ.م
۴°صاف · ↑۱۵° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لغمان کې د ٦٠ ميليون افغانيو په لګښت لسګونه کورنيو ته د سرپناه جوړولو چارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۶۷ کتنې

مهترلام (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۲): د لغمان د کډوالو چارو ریاست وایي چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ٦٠ ميليون افغانيو په لګښت ١٧٧ بې‌وزلو کورنيو ته د دايمي سرپناه جوړېدو چارې پيل شوې.

د لغمان د کډوالو چارو رییس مولوي غلام‌الرحمن بلال پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د دغه ولايت په مرکز او درېيو ولسواليو کې ١٧٧ بې‌وزلو کورنيو ته د دايمي سرپناه جوړېدو چارې پرون پيل شوې.

هغه وويل چې ٢٣ کورونه په مرکز مهترلام، ٢٦ کورونه په الينګار، ۱۵ کورونه په دولت شاه او ١١٣ کورونه هم په اليشنګ ولسوالۍ کې جوړيږي.

هغه زياته کړه چې د يادو کورونو پر جوړولو ٦٠ ميليونه او ٥٧٨ زره افغانۍ لګښت راځي او په دې پروژه کې نږدې ۹۰۰ کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

بلخوا د یاد سیمو خلک هم د حکومت دغه اقدام ستايي.

د اليشنګ ولسوالۍ د سالاب عليا سيمې یوه اوسېدونکي مطيع‌الله پژواک ته وويل چې په تېرو اورښتونو کې يې کور نړېدلى و او د جوړولو توان يې نه درلود.

هغه زياته کړه: «خوښ یم چې دولت راته بېرته دوه کوټې، یو دهلیز او یو تشناب جوړوي.»

دغه راز د مرکز مهترلام اړوند د مسکورې سيمې یوه اوسېدونکي فریدون پژواک ته وويل، دوى بې‌وزله دي، د يوې خونې د جوړولو توان نه لري، په کرايي کور کې اوسېږي خو اوس خوشحاله دي چې حکومت ورته سرپناه جوړوي.

د يادونې ده، وروستيو اورښتونو د لغمان ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه