تالقان (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۲): د تخار تالقان ښار کې د ځينو رسټورانټونو مالکان مالیاتو لوړېدو ته اندېښمن دي، او وایي چې مالیات له ۰،۵ سلنه څخه ۵ سلنه لوړ شوي، خو مسوولین بیا وايي هڅه کوي څو دا ستونزه هواره کړي.
د هغوی په خبره، کاروبار ښه و خو اوس پیکه شوی، حکومت مالیات لوړ کړي چې د هغو ورکول په اوسنیو شرایطو کې ستونزمن دي.
هغوی له حکومته په دې اړه د بیا غور کولو غوښتنه کوي.
تخار کې د یوه رسټورانټ مالک حسیبالله پژواک ته وویل، مخکې کاروبار ښه و، د مالیاتو اندازه ۰،۵ سلنه وه چې په هره ربع کې یې شاوخوا ۲۰ زره افغانۍ مالیه ورکوله، خو اوس دغه رقم پنځه سلنه ته لوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه: «اوس مجبور یم چې ۲۵۰ زره افغانۍ مالیه ورکړم، دې شرایطو کې چې کاروبار هم خراب شوی، موږ له حکومته غواړو چې پر دې پرېکړې دې له سره غور وکړي.»
په تخار کې د یوه بل رسټورانټ مالک سیدنصیر لوړ مالیات ملاماتونکي بولي او وایي: «په اوسني وضعیت کې چې د خپلو کارګرانو پیسې نه شو ورکولای؛ لوړه مالیه ملاماتوونکې ده، که مالیه کمه نه شي، اړ یو چې خپل کسب پرېږدو ځکه چې نه شو کولای لګښتونه پوره کړو.»
هغه زیاتوي چې د خالصو عوایدو یوه لویه برخه پر لګښتونو لګول کېږي او حکومت دغو لګښتونو ته په نه کتو د مالیې د ورکولو غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې د دوکاندارانو هیله دا ده چې لګښتونو ته په کتو مالیه واخیستل شي.
هغه له حکومته غواړي چې دې ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.
د تالقان ښار یو هټۍوال سیداحمد وایي: «دې وروستیو کې مالیات لوړ شوي په داسې حال کې چې د پېر او پلور بازار کمرنګه شوی، له حکومته غواړم چې مالیه راټيټه کړي.»
په ورته وخت کې د تخار د هوټلونو د اتحادیې رییس عبدالمنان وایي، که څه هم دغه اندېښنې له مالیې وزارت سره شریکي شوي او ټاکل شوې د ورکړې ګراف له پنځو څخه دوه سلنې ته راټيټه شي، خو سره له دې هم په دې شرایطو کې کسبه کارانو ته دوه سلنه مالیه ورکول به هم سخت وي، ځکه چې کاروبار اندېښمنوونکی دی.
په ورته وخت کې، د تخار د مستوفیت ادارې مسوولین لوړه مالیه د بهرنیو مرستو د نشتوالي له امله بولي خو د هغې د کمېدو په اړه له خپلو هڅو خبر ورکوي.
د تخار د مستوفیت رییس مولوي عبدالبر اثري وایي، د تېر حکومت پرمهال د مالیاتو راټولولو لپاره مشخص پلان موجود نه و او اوس د مشخص پلان په جوړېدو د بودجې تشخیص او خالصو عوایدو کچې سره مالیه لوړه شوې ده.
د هغه په خبره، اوس د رسټورانټونو، شرکتونو او خصوصي روغتونونو د قانون له مخې، که خالص عاید یې په یوه ربع کې له ۷۵۰ زرو ډېر وي، پنځه سلنه او که له ۷۵۰ زرو یې خالص عاید ټيټ وي دوه سلنه مالیه ترې اخیستل کېږي.
د هغه په خبره، اوس له دوکاندارانو ۰،۵ سلنه مالیه اخیستل کېږي، په هغه صورت کې چې دوکانداران په یوه ربع کې ۷۵۰ زره خالص عاید بشپړ کړي، هغوی هم په څلور سلنه مالیه کې شاملیږي.
د تخار مستوفي ډاډ ورکوي چې په مرکز کې د مسوولینو له خوا د دوکاندارانو او د هوټلونو مالکینو د اندېښنو لرې کولو او د مالیې راټیټولو لپاره هڅې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP