ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي | غزني کې د زون په کچه د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې | ننګرهار کې لسګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي | سومالیا کې په یو برید کې ۹۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې   | د لبنان حزب‌الله د اسرائیل پر لور لږ تر لږه ۵۰ توغندي توغولي | د پاریس المپیک سیالۍ؛ د جودو پر افغان لوبغاړي بندیز لګېدلی | د فاریاب – جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښي له امله نهه کسان مړه شوي | ځیني هوایي شرکتونو اسرائیل او لبنان ته خپلې الوتنې ځنډولې دي | تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۷ کسان وژل شوي او یو ټپي و | لوګر کې د کانګفو ورزشي سیالۍ ترسره شوې
د فراه د احمداباد سیمې خلک بادونو او شګو د ژوند چارو کې له سختو ستونزو سره مخ کړي

د فراه د احمداباد سیمې خلک بادونو او شګو د ژوند چارو کې له سختو ستونزو سره مخ کړي

author avatar
6 Sep 2023 - 13:46
د فراه د احمداباد سیمې خلک بادونو او شګو د ژوند چارو کې له سختو ستونزو سره مخ کړي
author avatar
6 Sep 2023 - 13:46

فراه (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۲): د فراه د مرکز د احمداباد سیمې یو شمېر خلک شکایت کوي چې د بادونو له امله د شګو ډېرۍ کېدو یې ژوند خورا سخت کړی او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته د حل یوه لار ولټوي.

د احمداباد سیمې اړوند د کورغ زر کلي اوسېدونکي عبدالکریم پژواک خبري اژانس ته وویل، سیمه یې بادونو او د شګو ډېرۍ کېدو ډېره زیانمنه کړې او په وینا يې، دوی یې د ژوند په چارو کې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاتوي: «فراه کې هوا ډېره ګرمه وي، موږ له کوټې بهر د شګو توپانونو له امله نه خوب کولی شو او نه هم کښېناستلی شو.»

نوموړي دغه راز وویل چې د کلي لارې او کوڅې هم د شګو ډېرۍ کېدو له امله ډېر وخت بندېږي، موټر یا موټرسایکل تګ راتګ نه شي په کې کولای.

عبدالکریم له حکومته وغوښتل چې د دوی سیمې ته پاملرنه وکړي او خلک دې له دغه عذابه وژغوري.

د احمداباد سیمې یو بل اوسېدونکی او د فراه ښار د شورا رییس حاجي مؤمن هم وايي چې د بادونو او شګو ډېرۍ کېدو له امله یې د سیمې د خلکو ژوند سخت شوی دی.

هغه وايي، دا ستونزه دومره جدي ده چې خلک ان د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي.

د هغه په خبره: «سږ کال د غبرګولي له پيله راهیسې بادونو او شګو ډېرۍ کېدو دومره شدت موندلی چې لارې او کوڅې يې بندې کړې او ان یو شمېر کورنۍ له سیمې وتلې دي.»

نوموړی وايي: «کښتونه مو شګو لاندې کړي، لارې مو بندې دي، دلته ژوند نه کېږي، زموږ غږ دې حکومت او موسسې واوري.»

ولایتي مسوولین هم مني چې په دې سیمه کې ریګونو خلک له ستونزو سره مخ کړي خو وایي چې دا هر څه د اوږدې مودې وچکالۍ له امله دي.

د فراه د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالمؤمن فیصل پژواک ته وویل، د اوږدې وچکالۍ له امله په دې او نورو سیمو کې بادونه ډېر شوي او ریګونه يې راوړي دي.

دی وايي: «موږ ټولو هغو خلکو ته چې سیمې شدید بادونه لري، خبر ورکړی چې طبيعي بوټي دې نه وهي؛ ځکه هر ځای چې طبيعي بوټي نه وي، بادونه ډېرېږي.»

د فراه د چاپېریال ساتنې رییس حافظ برهان‌الدین هم وايي، اوږدې مودې وچکالۍ د دغه ولایت چاپېریال خراب کړی دی.

هغه زیاتوي، هیله شته چې د بخش‌اباد بند کارونو په بشپړېدو سره د یادو خلکو دا ستونزه هواره شي.

هغه زیاته کړه: «دا یوه لویه ستونزه ده، دلته هغه مهال د بادونو مخه نیول کېدای شي چې دا ساحه شنه شي او څو چې بخش‌اباد بند جوړ نه شي نو اوبه هم نه شي رسېدلای.»

دغه راز د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحی سباوون وايي، احمداباد سیمه کې شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ ژوند کوي چې بادونو او شګو یې ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

هغه زیاته کړه چې دا ستونزه به د ولایت له مقام او نورو مسوولینو سره شریکه کړي څو یې د حل لپاره اقدام وکړي.

Views: 223

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.