پلخمري (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۲): د بغلان د مرکز پلخمري ښاروال وايي چې په دغه ښار کې پر دولتي ځمکه د خپلسرو ودانیو د ړنګولو لړۍ یې پیل کړه.
د بغلان د مرکز پلخمري ښاروال عبدالطیف مظلوم وایي، په دغه ښار کې ټولې هغه ودانۍ ړنګوي چې پر غصب شوو ځمکو جوړې شوې دي.
هغه وویل چې د عدلیې ریاست له پرېکړې سره سم نن په پلخمري ښار کې د هغو دوکانونو د ویجاړولو لړۍ پیل شوه چې پر غصب شوو ځمکو جوړ شوي دي.
هغه وایي، هغه ودانۍ چې په تېرو کلونو کې د پلخمري ښار اړوند په بېلابېلو سیمو کې په خپلسر ډول جوړې شوې، له درې سوو ډېرې دي.
ښاروال زیاتوي چې یوازې کسبګرو ته بدیل ځایونه په پام کې نیول شوي څو وزګاره پاتې نه شي.
دغه راز د پلخمري ښار یوه هټۍوال محمدشفیع پژواک ته وویل: «په دغه ځای کې دوکانونه کلونه وړاندې خلکو په خپلسر جوړ کړي، څو وارې د ښاروالۍ له لوري د ړنګولو خبرداری راکړل شو خو د ړنګولو چارې به یې ځنډېدې موږ هغه پخوانی فکر کاوه چې نه یې ړنګوي خو نن یې پر ړنګولو پیل وکړ.»
بغلان کې د دولتي غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې نږدې ۳۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









