ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکي: د څښاک پاکو اوبو نشتوالی زموږ روغتیا ګواښي

د تخار د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکي: د څښاک پاکو اوبو نشتوالی زموږ روغتیا ګواښي

author avatar
19 Sep 2023 - 18:24
د تخار د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکي: د څښاک پاکو اوبو نشتوالی زموږ روغتیا ګواښي
author avatar
19 Sep 2023 - 18:24

 تالقان (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۲): د تخار د بهارک ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وایي چې په دې ولسوالۍ کې درې زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او له ناپاکو اوبو چې د ډول ډول ناروغیو لامل کېږي، استفاده کوي.

بهارک ولسوالۍ چې د تالقان ښار په ۱۶ کیلومترۍ کې موقعیت لري او د تخار یوه له مرکزي سیمو ګڼل کېږي، اوسېدونکي یې وایي چې دا سیمه د دواړو لورو د جنګ لومړۍ کرښه وه او دا چاره د دې لامل شوې چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه ونه شي.

د بهارک ولسوالۍ د پایان‌اب سیمې یوه اوسېدونکي محمدطاهر پژواک خبري اژانس ته وویل چې د څښاک اوبو د نه شتون له امله هر وخت له ډول ډول ناروغیو سره مخ وي.

هغه زیاته کړه: «درې ورځې مخکې چې کله مې پر ګېډه درد شو، ډاکټر ته لاړم، ډاکټر له معاینې وروسته معلومه کړه چې له ناپاکو اوبو د استفادې له امله پر دې ناروغۍ اخته شوی یم، بیا یې د نږدې ۳۰۰۰ افغانیو درمل راکړل، په داسې حال کې چې له اقتصادي ستونزو سره مخ یم او د درملو پیسې هم نه لرم.»

نوموړی زیاتوي چې دې وروستیو کلونو کې د بهارک ولسوالۍ د پایان‌اب سیمه د دواړو غاړو د جنګ لومړۍ کرښه وه چې نه مخکنی حکومت وتوانېده او نه موسسې چې د خلکو ستونزو حل ته پاملرنه وکړي، خو اوس چې امنیت تامین دی، له اوسني حکومت او موسسو غواړي چې د یادې سیمې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د سیمې یو بل اوسېدونکی محمدحنیف وایي چې شاوخوا څلوېښت کاله کېږي چې د دې سیمې خلک له پاکو اوبو محروم دي او په حوضونو کې له تولو شوو غیرصحي اوبو استفاده کوي چې له امله یې ډېری ماشومان پر اسهالاتو او مشران پر نورو ناروغیو اخته وي.

د هغه په خبره، روغتیایي مرکزونه هم د سیمې له خلکو لرې دي چې ژر خپل ناروغان کیلینیک ته نه شي انتقال کولای، او که روغتیایي مرکزونو ته مراجعه هم کوي، د امکاناتو نه شتون له امله هغوی ته هیڅ رسېدنه نه کېږي.

د سیمې یوه بل اوسېدونکي محمدابراهیم وویل چې دا سیمه سلفر لري کله چې څاه وکیندل شي اوبو یې ترخې وي، د څښاک پاکې اوبه له لس کیلومترو نه په ډېره فاصله کې دي چې خلک ورته لاسرسی نه لري.

خو هغه زیاته کړه: «له مجبورۍ، د شهر روان سیند اوبه چې ډېری په کښت او کرنه کې ترې استفاده کېږي، په حوضونو کې ټوولو او بیا کورنۍ له هماغه اوبو استفاده کوي چې ممکن په کې د هر ډول میکروب وي.»

د نوموړي په خبره، د دغه سیند په اوبو کې د فاضلاب او د تشنابونو اوبه هم یو ځای کېږي چې خلک له ډېرې مجبورۍ له هغو استفاده کوي.

د سیمې یوه اوسېدونکي نظرمحمد وویل چې دوه کوچني زامن یې له حوض څخه د اوبو اخیستلو پرمهال په حوض کې ډوب شوي او مړه شوي دي.

 هغه زیاته کړه: «له کومو اوبو چې موږ استفاده کوو، د دې ترڅنګ چې صحي نه دي له هرو پنځو کورنیو یو قرباني اخلي، زما دوه زامنو چې غوښتل یې د کورنۍ د مشرانو په نه شتون کې کور ته اوبه راوړي، ډنډ ته ولوېدل او مړه شول.»

د هغه په وینا، د یادې سیمې ځيني ماشومان د تفریح یا د اوبو اخیستو پرمهال حوضونو ته ورغورځي او مړه کېږي، حکومت او موسسې دې د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.

بلخوا، د بهارک ولسوالۍ د پرمختایي او ټولنیزو چارو مدیر عبدالمجید که څه هم د خلکو دا ستونزې مني وایي چې د دې ولسوالۍ په لوېدیځ کې د ۲۲ شوراګانو خلک د څښاک پاکو له نه شتون سره مخ دي او حکومت دې د دې ستونز حل ته پاملرنه وکړي.

هغه وایي، د یادې ستونزې یوازینی حل دا دی چې حکومت دې له موسسو سره په همغږۍ د اوبو رسونې یوه معیاري شبکه جوړه کړي څو د خلکو اندېښنې لرې شي.

په ورته وخت کې، د تخار د کلیو او پراختیا ریاست د برنامو آمر انجنیر موحدالله حمید پژواک ته وویل، د دې سیمې د خلکو ستونزې له نږدې ارزول شوې او د حل په موخه یې له موسسو سره څو ناستې هم شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې دې سیمه کې یوازې ستونزه د سلفر موجودیت دی چې ښایي څاه نتیجه ور نه کړي خو د ۱۲ پراختیايي شوراګانو د ستونزو د حل په موخه د اوبو رسونې د یوې شبکې جوړولو ته اړتیا ده چې ډېرې بودجې ته اړتیا لري.

هغه وویل: «تر هغه وخته چې د اوبو رسونې شبکه جوړیږي، د اوس لپاره هڅه کوو چې د سیمې د څښاک پاکې اوبه د ټانکرونو له لارې تامین کړو څو ځایي خلک له ناروغیو وژغورل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پراختیايي ۱۲ شوراګانو غړو په پایان‌اب سیمه او د بهارک ولسوالۍ په شاوخوا کلیو کې د څښاک پاکو نشتوالي له امله له ۶ تر ۸ مترو پورې سر خلاص حوضونه کیندلې دي.

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.