ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد په لویدېځ زون کې څه‌ باندې زرو متشبثو ښځو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي

26 Sep 2023 - 15:36
26 Sep 2023 - 15:36

هرات (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۲): د هېواد په لویدیځ زون کې د ښځو د صنایعو او سوداګرۍ خونې مسوولین وايي چې په لویدیځو ولایتونو په تېره بیا هرات کې د متشبثو مېرمنو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی، خو سوداګرې ښځې د خلکو او حکومت ملاتړ غوښتنه کوي.

د هرات د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیالې بنهاز سلجوقي پژواک ته وویل، د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړیو کې په دې برخه کې د سوداګرو ښځو شمېر له ۸۰ تر ۱۰۰ و خو اوس دغه شمېر د هېواد د لویدیځ زون په کچه څه باندې زرو ښځو ته رسېږي چې په نهو برخو کې فعالیت کوي.

سلجوقي زیاته کړه، دمګړۍ په هرات کې لږ تر لږه ۵۲۵ متشبثې ښځې له دوی سره ثبت دي او خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د صنعت او سوداګرۍ خونې څرګنده کړه چې دا مهال په غور، فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو کې ۱۵۰ - ۱۵۰ متشبثې ښځې په رسمي ډول فعالیت کوي چې دا په ‌خپله هېواد کې متشبثو ښځو ته د کاري زمینې برابرېدل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version