Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ایران ته ولاړ

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۲): د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداري د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی د «جي۵» هېوادونو په غونډه کې د ګډون په موخه ایران ته ولاړ.

د خوړو او درملو ملي ادارې په خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې د «جي۵» هېوادونو  ۲۷مه یاده غونډه «د روغتیا ډیپلوماسي او د درملو او طبي تجهیزاتو سیسټم» تر سرلیک لاندې د ایران  په پلازمېنه تهران کې جوړیږي.

سرچینې زیاته کړې چې په یاده غونډه کې د «جي۵» هېوادونو د خوړو او درملو ادارو مشران او د روغتیا نړۍوال سازمان استازی ګډون کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې غونډه د یادو هېوادونو د روغتیا د ودې او پراختیا په موخه جوړیږي.

افغانستان، ایران، پاکستان، عراق، تاجکستان او دغه راز د روغتیا نړۍوال سازمان د «جي۵» غړي دي او د روغتیا په برخه کې ګډ کار کوي.

د یادونې ده، د خوړو او درملو ملي ادارې د سرپرست  ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ یوه پلاوي د روان لمریز کال د غویي میاشتې په ۲۳مه هم د درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت او خوندیتوب په اړه د خبرو په موخه ایران ته سفر کړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.