[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۲): د بلوچستان په مرکز کوېټه ښار کې یوې مور د کورني تاوتریخوالي له امله لومړی خپلې څلور لوڼې د زهرو په وسیله مړې کړې او بیا یې خپله هم ځانوژنه کړې ده.
د پاکستان جیو ټلوېزیون د تلې په ۱۰مه خبر ورکړی چې دا پېښه د کوېټې په هزاره ټاون سیمه کې شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، د عبدالله په نوم د یادې سیمې یوه اوسېدونکي له خپلې مېرمنې سره پر کورنیو موضوعاتو شخړه رامنځته شوې وه.
د سیمې پولیسو رسنیو ته ویلي، کله چې عبدالله له کوره وتلی، مېرمنې یې لومړی خپلې څلور لوڼې په زهرو وژلې او بیا یې ځانوژنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د وژل شوو لوڼو عمرونه له ۳ څخه تر ۱۰ کلونو پورې وو.
د سیمې پولیسو د هغې خاوند نیولی او پلټنې یې ترې پیل کړې دي.
[/restrict]
Views: 679
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن