ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني: د نورو هېوادونو له لوري د ګل‌خانه‌یي ګازونو تولید له امله تر ټولو ډېر زیان افغانستان ته رسیږي

حقاني: د نورو هېوادونو له لوري د ګل‌خانه‌یي ګازونو تولید له امله تر ټولو ډېر زیان افغانستان ته رسیږي

author avatar
6 Nov 2023 - 15:36
حقاني: د نورو هېوادونو له لوري د ګل‌خانه‌یي ګازونو تولید له امله تر ټولو ډېر زیان افغانستان ته رسیږي
author avatar
6 Nov 2023 - 15:36

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۲): د اقلیمي بدلونونو د اونۍ له رارسېدو سره سم، د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولین وايي، افغانستان له هغو هېوادونو دی چې د ګل‌خانه‌یي ګازونو په تولید کې لږ رول لري، خو له دې اړخه تر ټولو ډېر زیان ورته رسیږي.

د اکتوبر له ۱۶مې تر ۲۰مې د اقلیمي بدلونونو د نړۍوالې اونۍ په نوم نومول شوې چې په دې اړه هر کال بېلابېل ملي او نړۍوال بنسټونه د خلکو د پوهاوي پروګرامونه جوړ او له دې ستونزې د وتلو پر لارو چارو خبرې کوي.

د توانمندۍ، چاپېریال ساتنې او بشري مرستو (REHA) موسسې د اقلیمي بدلونونو په تړاو د ولایتي بحثونو پر دوام نن (دوشنبه) د اړوندو دولتي او ملګرو ملتونو له بنسټونو، موسسو او کارپوهانو سره د دې لړۍ شپږم پروګرام په کابل کې ترسره کړ.

د دې موسسې رییس محمدیوسف حمیدیار د دې ناستې د ترسره کولو موخه د اقلیمي بدلونونو له امله د ستونزوې په اړه خبرې، د ټولو اړوندو اړخونو د پاملرنې او تمرکز راجلبول او د چاپېریال د پاک ساتلو لپاره د رسنیو او خلکو د پوهاوي زیاتوالی او له اقلیمي بدلونونو سره جوړجاړی وښود.

هغه دې ته په اشارې سره چې اقلیمي بدلونونه یوه نړۍواله ستونزه ده، زیاته کړه، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې له اقلیمي بدلونونو تر ټولو ډېر زیان ورته رسیږي.

حمیدیار دغه راز زیاته کړه چې په وروستیو دوو کلونو کې پر دې سربېره چې افغانستان کې سیاسي او اقتصادي ستونزې وې، خو اقلیمي رسېدنې ته لومړیتوب کم شوی دی.

د چاپېریال ساتنې ادارې مالي او اداري مرستیال عبدالسلام حقاني په دې ناسته کې وویل، پرمخ‌تللي هېوادونه ډېر ګل‌خانه‌یي ګازونه تولیدوي.

هغه ټینګار وکړ، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د ګل‌خانه‌یي ګازونو په تولید کې ډېر کم رول لري، خو له دې اړخه تر ټولو ډېر زیان ورته رسیږي.

حقاني له نړۍوالو موسسو وغوښتل چې د سیاسي مسایلو په پام کې نیولو پرته په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې او د اقلیمي زیانونو د کمېدو لپاره ځانګړې بودجه په پام کې ونیسي.

د دې ناستې په پای کې د یوناما د مرکزي زون په دفتر کې د ملګرو ملتونو د سازمان استازې دیوا وویل، اقلیمي بدلونونه د ټولو لپاره یوه ګډه ستونزه ده او باید د قوم، جنسیت، ژبې او جغرافیې په پام کې نیولو پرته دې برخې ته پاملرنه وشي.

هغې ډاډ ورکړ چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو د ناوړه اغېرو کمولو لپاره تر خپلې وسې کار وکړي، خو ټینګار یې وکړ چې یوازې مالي امکانات ستونزه نه شي حل کولای او ټول اړخونه باید دې برخه کې خپل رول ترسره کړي.

د یادونې ده د توانمندۍ، چاپېریال ساتنې او بشري مرستو (REHA) موسسې په دې اړه په پنځو ولایتونو کې پنځه ناستې کړې دي چې پایلې به یې راتلونکې اونۍ له حکومتي او نړۍوالو بنسټونو سره شریکې کړي.

Views: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.