Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د «ګل‌سرخ جام» تکواندو سیالۍ پیل شوې

مزارشریف (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۴): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د دغه ولایت په کوربه‌توب د ۱۳ ولایتونو د شاوخوا ۱۰۰ لوبغاړو ترمنځ د تکواندو سیالۍ پیل شوې.

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ورزشي چارو امر خان‌مهر طیب نن د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې وویل، د ګل سرخ جام په نوم د تکواندو شپاړسم پړاو سیالۍ چې له ۱۳ ولایتونو څخه شاوخوا ۱۰۰ ورزشکارانو په‌کې ګډون کړی، د دغه ولایت په کوربه‌توب ترسره کېږي چې موخه یې د ځوانو ورزشکارانو هڅونه ده.

ورته مهال، بلخ کې د تکواندو فدراسیون رییس احمدبشیر رسا وویل، په دغو سیالیو کې له هرات، بلخ، سمنګان، جوزجان، فراه، بغلان، تخار، پروان، کندز، سرپل، فاریاب، بغلان او بدخشان ولایتونو څخه لوبغاړو برخه اخیستې ده.

دغه راز، هغه لوبغاړي چې په دې سیالیو کې یې برخه اخیستې خوښي څرګندوي او زیاتوي چې په دې سره به راتلونکو ملي او نړۍوالو لوبو ته ښه چمتو شي.

هغوی له حکومته وغوښتل چې د ورزشکارانو هر اړخیز ملاتړ وکړي.

د یادونې ده چې د بلخ مرکز مزارشریف ښار هر کال د پسرلي په موسم کې د بېلابېلو ورزشي برخو د ورزشکارانو د سیالیو کوربه وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.