Language

د پاکستان له زندانونو نږدې ۱۰۰ نور افغانان خوشي شول

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۹۸ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال د غويي په ۴مه او ۵مه د هغه هېواد له زندانونو خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې لیکلي: «یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر څلورو ورځو بندیان وو.»

دغه‌راز زیاته شوې چې ازاد شوي افغانان له ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په ۴مه هم ۶۲ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.