کابل (پژواک، ۶ غويی ۱۴۰۴): تېره اونۍ، روسیې د افغانستان استازي ته د کازان په اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړه، قزاقستان د تورغونډۍ – هرات اوسپنې پټلۍ پروژه کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې خبر ورکړی او کابل وویل چې مسکو ته د سفیر په کچه ډیپلومات معرفي کوي.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- ا.ا مسکو ته د سفیر په کچه ډیپلومات معرفي کوي.
- روسيې د ا.ا استازي ته د کازان په اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړه.
- ا.ا: د افغانستان او قزاقستان ترمنځ به سوداګریزه راکړه ورکړه تر درې میليارد ډالرو ورسېږي.
- د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ۱۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګرېزې هوکړې لاسلیک شوې.
- قزاقستان د تورغونډۍ – هرات اوسپنې پټلۍ پروژه کې ۵۰۰ میلیون ډالره پانګونه کوي.
- م.م: د اپرېل له پیله تر اوسه ۱۲۰زره افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي.
مرګژوبله
تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله اووه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان وو.
ځايي چارواکي وايي، بغلان کې یو کس خپله مېرمن، ورور او وراره وژلي، نورستان کې یو کس د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی، سرپل کې یو کس د چاقو په ګوزارنو او په همدې ولایت کې یو بل کس په ډزو وژل شوی دی.
تېره اونۍ، ناپېژانده وسلهوالو اروزګان کې یو کس وژلی او پکتیا کې د ماين چادونه کې څلور ماشومان او يوه مېرمن ټپيان شوي دي.
وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې یوولس کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
د کابل او مسکو اړېکې
تېره اونۍ د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف کابل ته راغی. هغه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي او د کورنیو چارو وزارت له سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني سره د افغانستان او روسیې د دوو اړخیزو اړیکو د کچې پر لوړولو، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او ځینو سیمهییزو مسایلو خبرې وکړې.
مولوي امیرخان متقي په دغه لیدنه کې ويلي، روسیه د سفیر په کچه د ا.ا ډیپلومات مني او دوی به په نږدې راتلونکي کې د مسکو لپاره د سفیر په کچه ډیپلومات معرفي کړي.
په دې لیدنه کې کابلوف ویلي چې هېواد ته یې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا مهمه ده او د همدې لپاره یې دا اقدامات وکړل څو د اړیکو د پراختیا په لار کې خنډونه لرې شي.
د راپورونو له مخې، کابل کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست ملا عبداللطیف منصور سره په ليدنه کې هغه ته بلنه ورکړه چې د روان زېږدیز کال په مې میاشت کې د کازان اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه اونۍ، د روسیې سترې محکمې هغه تصمیم ابلاغ کړ چې له مخې یې د «طالبانو» نوم د ممنوعه ډلو له نوملړه وایست.
د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګريزو اړيکو پراختیا
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سريک ژومانګارین په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی تېره اونۍ کابل ته راغی او له بېلابېلو افغان چارواکو سره یې لیدنې درلودې.
د افغانستان د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له سریک ژومانګارین سره په لیدنه کې افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پروازونو پيل، بانکي همکاریو، د ترانزیټ او دوه اړخیزې سوداګرۍ زیاتېدو په اړه خبرې وکړې.
دغهراز، مولوي امیرخان متقي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې له هغه وغوښتل څو د سوداګرۍ ودې په موخه افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د «قزاق – افغان سودګریزې مجمع» په پرانیستغونډه ویلي، په ۱۴۰۳ کال کې په هېواد کې د سوداګرۍ کچه ۳۲ سلنې ته لوړه شوې او ژمن دی چې دا کچه درې میلیارد ډالرو ته ورسوي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال په یاده ليدنه کې ویلي، هېواد یې د پرمختللي او خپلواک افغانستان ملاتړ کوي او ویني چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته کېږي.
هغه زیاته کړې، قزاقستان د تورغونډۍ – هرات – سپینبولدک اوسپنې پټلۍ پروژې د تورغونډۍ – هرات فاز د عملي چارو د پيل لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې او همداراز په هرات کې د دې پروژې د چارو پرمخ بیولو لپاره د لوجستیکي او ترانسپورټي شرکت جوړولو ته چمتو دی.
دغهراز، هغه د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده سره په لیدنه کې ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي دهلېز فعال شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ کابل کې قزاق – افغان سوداګریز نندارتون پرانیستل شو او په لړ کې یې د افغانستان او قزاقستان تر منځ د ۱۴۰ میليون ډالرو په ارزښت ۱۷ سوداګرېزې هوکړې لاسلیک شوې.
له پاکستانه د افغان کډوالو راېستل
تېره اونۍ افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال ویلي، د روانې اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه نږدې ۱۲۰ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د دویم پړاو له پیل سره، هره ورځ سلګونه کورنۍ د تورخم او سپینبولدک له لارو هېواد ته راستنېږي او راستانه شوي کډوال د پاکستان د پولیسو له ناسم چلنده شکایت کوي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د کډوالو لپاره د دایمي سرپناه جوړولو په برخه کې له نړۍوالو د مرستو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې مرستندویه بنسټونه دې خپلې مرستې په افغانستان کې پر کډوالو متمرکزې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په کورنیو چارو کې د دولت وزیر طلال چودري ویلي چې اسلاماباد د (پياوار) کارت لرونکو په ګډون ټولو ثبت شوو افغان کډوالو ته دوه میاشتې (د جون تر۳۰ مې) ضربالاجل ټاکلی او باید تر ټاکلې نیټې له پاکستانه ووځي، که نه نو په زور به وایستل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP