ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: چوره ناروغي ډېره خطرناکه نه ده خو له عملیاتو پرته یې درملنه نه کېږي

2 Dec 2023 - 15:43
2 Dec 2023 - 15:43

کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۲): ډاکټران وایي، که څه هم چوره ناروغي ډېره خطرناکه نه ده خو له عملیاتو پرته یې درملنه ناشونې ده او زیاتوي که د بدن په کومه برخه کې درد احساسېږي او هلته غوټه (فتق) لیدل کېږي، باید ژر ډاکټر ته مراجعه وشي.

چوره (فتق) یوه عامه ناروغي ده چې بېلابېل ډولونه لري؛ د مثال په توګه د نوم، د ګېدې او د ورانه چوره.

په کابل ښار کې د ماشومانو لپاره د فرانسې په طبي انسټیټیوټ کې د عمومي جراحي او سرطان متخصص ډاکټر مجیب سخي پژواک خبري اژانس ته وویل چې چوره یوه عامه ناروغي ده او کېدای شي د ګېډې، ورنونو او ان د ستون فقرات برخو کې رامنځته شي.

د نوموړي په خبره، کېدای شي هر څوک او په هر عمر کې پر دې ناروغۍ اخته شي.

هغه وایي چې د ډېر وزن پورته کول، د وزن ډ‌ېرېدل، ټوخی یا دومداره پرنجی او پړسوب پر یادې ناروغۍ د اخته کېدو لاملونه ګڼل کېږي، شدید درد، په همغه برخه کې پړسوب، تبه او د زړه بدوالی د دې ناروغۍ نښې نښانې دي.

نوموړی وایي، هغه چُره چې د مور له بطنه رامنځته راځي د وقایې وړ نه ده، خو کسبي چُره په ورزش، د وزن په کمولو، له قبضیت څخه په مخنیوي، د زیاد وزن نه پورته کولو سره د وقایې وړ ده.

سرچینه وایي، که د چُره درملنه ونه شي د اختلالاتو لامل کېږي چې بیا هغه مهال خطرناک وي او ناروغ ته شدید درد پیدا کېږي، که دومداره شي او ناروغ د جراحۍ لپاره ډاکټر ته یوړل نه شي، د پړسوب او د تورېدو لامل کېږي او بالاخره چوي چې آن حیاتي خطر لري.

هغه وویل: «که د بدن په کومه برخه کې مو درد او غوټه ولیده، نو باید ژر ډاکټر ته مراجعه وکړئ.»

نوموړي وویل چې دا ستونزه د افغانستان په ګډون ټولو هېوادونو کې شته، خو په هېواد کې په لوړه کچه پر دې ناروغۍ اخته کسان نشته.

هغه وویل: «موږ ته په میاشت کې شاوخوا شل پر چُره اخته کسان مراجعه کوي.»

دغه راز، د تشخصیې برخې ترینر او د وهاج خصوصي روغتون رییس ډاکټر محمدهاشم وهاج وایي چې دا ناروغي په افغانستان کې شته، خو کومه سروې نه ده شوې چې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر معلوم کړي.

هغه وویل: «موږ په خپل روغتون کې همیشه یو یا دوه ناروغان لرو ځينې ناروغان شته چې اصلاً خبر نه یي چې فتق یا چُره دي، کله چې فزیکي معاینه ترسره کوو، لیدل کېږي چې پر چُره ناروغۍ اخته دي.»

ډاکتر وهاج زیاته کړه: «دا ناروغي د ښځو په پرتله په نارینه وو کې ډېره وي، د دې ناروغۍ درملنه په درملو نه کېږي، یوازېنۍ درملنه یې په عملیاتو کېږي.»

د هغه په خبره، ځيني وخت ماشوم د مور له بطنه پر دې ناروغۍ اخته وي چې د نوم په برخه کې یو ډول غوټه لري.

نوموړی هم وایي چې وزن کمول، دروند ورزش نه کول، ډېر خواړه نه خوړل د دې ناروغۍ د وقایې لارې دي.

Views: 263

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version