[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۲): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) مشره وايي، په افغانستان کې د اقلیم بدلون مسئلې د حل لپاره دې ټول اړخونه په غیرسیاسي او رغنده ډول په ګډه کار وکړي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د لېندۍ په ۱۰مه په کابل کې د یوناما له دفتره پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
خبرپاڼه کې د دې ادارې د مشرې روزا اوتونبایوا له خولې راغلي چې د اقلیم اغېزې او فشارونه د میلیونونو افغانانو پر ورځني ژوند اغېز کوي او د نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل چې د پوهاوي له مرحلې د عمل مرحلې ته ولاړ شي.
سرچینې زیاته کړې، نږدې ۲۰ میلیونه افغانان د دوو خونړیو زلزلو په ګډون د درېیو کلونو پرلهپسې وچکالۍ، اقتصادي فشارونو او نورو طبیعي پېښو له امله د خوراکي توکو د کمښت له بېړني حالت سره مخ دي.
ملګري ملتونه وايي، د اقلیم بدلون په ټولنه کې د ډېرو زیانمنونکو خلکو پر روغتیا اغېز کړی او د بېوزلۍ، مهاجرت او بېځایه کیدو لامل یې شوی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا زیاته کړې: «دغه وضعیت د دوام وړ نه دی؛ یوناما په مکرر ډول دا یادونه کړې چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون پر وړاندې د مقاومت رامنځته کولو او همدارنګه د اقلیم له بدلون سره انعطاف ته انتظار نه شي کېدای؛ ټول اړخونه باید په غیرسیاسي او رغنده توګه د افغانانو د ګټو په موخه د دې مسئلې د حل لپاره په ګډه کار وکړي.»
د هغې به وینا، اوس هغه وخت رارسېدلی چې د پوهاوي له مرحلې عمل ته ولاړ شو، دا چاره د ښکېلتیا، بسپنې ورکړې او حکومتولۍ له ملاتړ سره لوی، ډلهییز او د پام وړ عمل ته اړتیا لري چې سیمهییزو اقلیمي ګواښونو ته په کې رسېدنه هم شامل وي. دغه یو ګډ مسوولیت دی چې د منابعو ترڅنګ د ټولو افغانانو له ظرفیته کار اخیستنې ته اړتیا لري.»
د اقلیم کلنۍ غونډه د پنجشنبې ورځ (د لېندۍ ۹مه) د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې په داسې حال کې پیل شوه چې ساینسپوهانو خبرداری ورکړی چې نړۍ د نه بدلېدونکو ناورینزېږوونکو اقلیمي بدلونونو په درشل کې ده.
د نړۍ د اقلیم په دوه اونیزه غونډه کې د نړۍ له ۱۹۷ هېوادونو شاوخوا ۸۰ زره کسان راغونډ شوي دي. کتونکي دا غونډه د نړۍ لپاره یوه پرېکنده شیبه ګڼي.
[/restrict]
Views: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن