ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۳۳۸ نور افغانان کاناډا ته ولېږدول شول

۳۳۸ نور افغانان کاناډا ته ولېږدول شول

author avatar
16 Dec 2023 - 13:59
۳۳۸ نور افغانان کاناډا ته ولېږدول شول
author avatar
16 Dec 2023 - 13:59

کابل (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې اعلان کړی چې ۳۳۸ نور افغان کډوال د تخلیې پروګرام په چوکاټ کې له پاکستانه کاناډا ته لېږدول شوي دي.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې پرون (جمعه) ناوخته پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال له پاکستانه په یوه چارټر الوتنه کې د دغه هېواد ونکوور ته لېږدول شوي دي.

یادې ادارې زیاته کړې چې یاد کډوال به کلګري، سنت جان او ویندزور په ګډون د کانادا شاوخوا ۴۰ ټولنو ته ولېږدول شي.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې لیکلي: «کاناډا د ۲۰۲۱ له اګسټ راهیسې د ۴۰ زره کډوالو او زیانمن شوو افغانانو د هرکلي لپاره خپلې موخې ته رسېدلې او اوس هم پر شرایطو د برابرو کسانو غوښتنو ته د رسېدنې په موخه کار دوام لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اونۍ په پنج‌شنبط هم ۳۴۵ افغان کډوال په یوه چارټر الوتنه کې د کاناډا ټورنتو ښار ته لېږدول شوي وو.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.