ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې یو شمېر کروندګر: حکومت دې د کوکنارو بدیل کښت برخه کې راسره همکاري وکړي

هلمند کې یو شمېر کروندګر: حکومت دې د کوکنارو بدیل کښت برخه کې راسره همکاري وکړي

author avatar
18 Jan 2024 - 15:16
هلمند کې یو شمېر کروندګر: حکومت دې د کوکنارو بدیل کښت برخه کې راسره همکاري وکړي
author avatar
18 Jan 2024 - 15:16

لښکرګاه (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۲): هلمند کې یو شمېر کروندګر وایي، له تېرو دوو کلونو راهیسې ټول هېواد کې د کوکنارو پر کښت بندیز لګول شوی، خو حکومت تر اوسه د بدیل کښتونو برخه ورسره همکاري نه ده کړې.

د لښکرګاه ښار اړوند بولان سيمې یوه کروندګر عبدالطیف پژواک خبري اژانس ته وویل، د کوکنارو پر کښت له بندیزو وروسته اوس اړ دي چې سبزيجات او پنبه وکري، خو زیاتوي چې بازار نه لري او بېرته خپل لګښتونه هم نشي پوره کولای.

نوموړی وایي: «سبزیجات، ترکارې او پخته بازار نه لري، اوبه هم کمې دي، په ډیزلو ځمکه خوړبوو، له حکومته غوښتنه کوو چې موږ ته دې د کوکنارو پرځای بېل اصلاح شوي تخمونه راکړي څو اقتصادي حالت مو ښه شي.»

دغه راز، د ناوې ولسوالۍ د عینک سیمې یو کروندګر عبدالباري هم وايي چې پر نورو کښتونو لوړ لګښتونه کوي؛ ځکه د کیمیاوي سرې او کرنیزو درملو بیې لوړې دي او زیاتوي چې که حکومت ورسره دې برخه کې همکاري وکړي، له خپلو ځمکو یو اندازه ګټه ترلاسه کولای شي؛ ځکه له بزګرۍ پرته بل کار نشي کولای.

هغه وویل: «له حکومته غواړو چې د کوکنارو بدیل تخمونه راکړي، زموږ اقتصاد په زراعت ولاړ دی، اوس مو د زراعت خونده هم نشته، پنځه کلنې وچکالۍ سخت ځپلي یوو.»

ورته وخت کې بیا د کرنیزو چارو پوهان په دې باور دي چې که کروندګر پر خپلو ځمکو باغونه جوړ کړي او یا هم انجه وکري، ډېره ګټه به ترلاسه کړي.

لښکرګاه کې د کرنې برخې یوه متخصص انجنیر عبدالمنان امیري پژواک ته وویل: «که موږ د کوکنارو بدیل کښتونه وکرو، لکه پخته، جوار، انجه، زعفران، کچالو، هوږه او داسې نور او بیا یې کرنه میکانیزه کړو تر کوکنارو به لوړ حاصلات لاسته راوړو.»

هغه له حکومته غوښتنه کوي چې د کروندګرو حاصلاتو ته دې په کور دننه او بهر بازار پیدا کړي.

بلخوا بیا د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر قاري محمدنسیم مسلم وايي، له کرنې وزارت سره یې د کروندګرو ستونزې او غوښتنې شریکې کړي او هڅه کوي چې نږدې راتلونکې کې د دغه ولایت له کروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونو برخه کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: «تازه مو کرنې وزارت ته وړاندیز کړی او د وزارت له خوا هم ژمنه شوې. د شنو خونو لپاره هم هڅې روانې دي څو په ګرشک ولسوالۍ کې څلور او په مارجه کې یوه سړه خونه چې له پخوا یې شتون درلود، فعالې کړو چې موسمي سبزیجات په کې وساتل شي.»

وچکالي، د ځمکې لاندې اوبو کچې ټيټېدل، د کیمیاوي سرې او کرنیزو درملو لوړې بیې او کرنیزو حاصلاتو ته د مناسب بازار نشتون هغه ستونزې بلل کېږي چې د هېواد په ډېر شمېر سیمو کې کروندګر ورسره مخ دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.