کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان مرکزي بانک راتلونکې چهارشنبې ۱۷ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
مرکزي بانک نن (دوشنبه) پر اېکسپاڼه د یوه پیغام په خپرولو له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي، غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
سرچینې زیاته کړې: «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.»
د افغانستان مرکزي بانک ویلي، د داوطلبۍ ګټونکي دې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې مرکزي بانک تېره ورځ هم ۱۶ میلیون امریکايي ډالر لیلام کړي و.
Views: 8