کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲): افغاني سره میاشتې په مرستونونو کې د بېوزلو ملاتړ لپاره د بودجې له کمښته خبره کوي، وایي چې اوسمهال د ۳۰۰ اړمنو کورنیو اسناد تر څېړنې لاندې دي چې له مرستونونو څخه به بهر وساتل شي.
د افغاني سره میاشتې ټولنې د مرستونونو عمومي رییس مولوي الیاسخیل ناصري پژواک خبري اژانس ته وویل چې هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته تېر کال د کابل په مرستون کې ۵۰ بېوزلې کورنۍ زیاتې شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دمګړۍ د کابل په مرستون کې ۹۰ بېوزلې کورنۍ ساتل کېږي چې د ښځو، نارینهوو او ماشومانو په ګډون۶۳۰ کسان کېږي.
د هغه په خبره، کوم کسان چې دغه بنسټ کې د شمولیت غوښتنه کوي، د هغوی اسناد د شرعي وثیقې، جرمي مخینه او ساري ناروغيو له مخې څېړل کېږي.
هغه زیاته کړه، دغه شاملینو ته په لومړي سر کې ۲۶ ډوله د اړتیا وړ توکي ورکول کېږي او د کورنۍ هر غړي ته یې په میاشت کې ۲۷۰۰ افغانۍ هم ورکول کېږي.
نوموړي وویل چې شاملو ماشومانو ته د ټولو اسانتیاوو ترڅنګ، په ښوونځيو او کورسونو کې د زدهکړې او مېندو ته د حرفې زدهکولو زمینه هم برابرېږي.
هغه وویل: «دمګړۍ د درېیو سوو کورنیو اسناد تر څېړنې لاندې دي، له هغې وروسته چې دا بشپړ شول، موږ هغوی له مرستون بهر تر حمایت لاندې نیسو؛ ځکه چې په مرستون کې د اوسېدونې بلاکونه نه لرو.»
هغه وویل، په هغه صورت کې چې د تمویل کوونکو مرستې تر لاسه کړي، د اوسېدنې بلاکونه به جوړ او ډېر خلک به جذب کړي.
مولوي ناصري وویل، د بېسرپرستو کورنیو او یتیمو ماشومانو جذبولو لپاره د بلاکونو کمښت او له دوی څخه د ملاتړ په موخه د بودجې کمښت د مرستونونو یوه عمده ستونزه ده.
شامل کسان د دغه مرستون له خدماتو خوښ دي.
د مزارشریف یوې اوسېدونکې او د کابل په مرستون کې یوه شاملې مېرمنې پروین پژواک ته وویل، درې کاله کېږي چې خاوند یې وفات شوی او اوسمهال له خپلو درېیو لوڼو او یوه زوی سره د کابل په مرستون کې اوسېږي.
نوموړې د مرستون له خدماتو خوښه ده او زیاتوي: «له ګڼو ستونزو سره مخ وم، الله پاک راته دلته یوه ډېره ښه فضا برابره کړه.»
هغه وایي: «له اسلامي امارته غواړم چې پر موږ او زموږ پر ماشومانو پام ولري چې دوی یوه ځای ته ورسېږي.»
دغه راز یوه بله مېرمن عاقله مرادي چې له خپلو پنځو اولادونو سره د کابل په مرستون کې اوسېږي وایي: «زر ځله د الله شُکر کوم چې مرستون ته راغلو او یو باعزته ژوند لرو.»
دا وایي چې د کابل مرستون ته په راتلو سره دا او ماشومان یې په یوه ارامه فضا کې اوسېږي او ماشومانو ته یې د درس زمینه هم برابره شوې ده.
دغه راز یوه بله کونډه میرمن پروین عزیزه چې له دوو کلونو او اتو میاشتو راهیسې د کابل په مرستون کې اوسېږي وایي چې د خاوند له مرګ وروسته یې هيچا ملاتړ نه دی کړی او له ګڼو ستونزو سره مخ وه.
نوموړې زیاته کړه: «د الله شُکر دی چې دلته را سره ښه چلند وشو، موږ ته یې په مرستون کې ځای راکړ، دلته ډېر ښه ژوند لرو، هیله ده چې راتلونکی مو هم ښه شي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP