Pajhwok Afghan News

لوګر کې ۱۲ ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي

پل‌علم (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د لوګر پوهنې ریاست وایي چې په راتلونکي ښوونیز کال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت ۱۲ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړېږي.

د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ۱۲ ښوونځي په مرکز پل‌علم، بره‌کي‌برک، محمداغه، څرخ او خوښۍ ولسوالیو کې دي.

هغه زیاته کړه چې د دغو ښوونځیو زده‌کوونکي دا مهال په ازاده فضا او یا هم په کرايي کورونو کې زده‌کړې کوي.

د عرب په خبره: «د لوګر پوهنې ریاست په وړاندیز د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF)  په مالي لګښت دغو ښوونځیو ته د نوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په پاخه او اساسي ډول ودانۍ جوړېږي چې په بشپړېدو به یې ۱۲ زره زده‌کوونکو ته د لیک لوست خوندي چاپېریال برابر شي.

د هغه په وینا، اوس مهال په لوګر کې شاوخوا ۷۴ ښوونځۍ ودانۍ نه لري او د سل ښوونځیو ودانۍ بیارغونه غواړي.

په پل‌علم کې یوه ښوونکي نصرالله پژواک ته وویل، د یادو ښوونځيو ودانیو په جوړېدو به د زرګونو هغو زده‌کوونکو ستونزې هوارې شي چې اوس مهال په ازاده فضا کې لیک او لوست کوي.

نوموړی زیاتوي، پوهنې وزارت ته په کار ده چې د پاتې ښوونځيو ودانیو جوړېدو ته هم پاملرنه وکړي.

لوګر کې ټول ۲۷۶ دولتي ښوونځي فعال دي چې شاوخوا سل زره هلکان او ۵۰ زره نجونې په کې زده‌کړې کوي.

Views: 38

Exit mobile version