ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار ته له پاکستانه د راستنو شوو کورنیو ۱۵۰۰ ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې

ننګرهار ته له پاکستانه د راستنو شوو کورنیو ۱۵۰۰ ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې

author avatar
21 Feb 2024 - 16:02
ننګرهار ته له پاکستانه د راستنو شوو کورنیو ۱۵۰۰ ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې
author avatar
21 Feb 2024 - 16:02

جلال‌اباد (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين وايي چې له پاکستانه د راستنو شوو کورنیو ۱۵۰۰ ماشومانو ته – چې نجونې هم په کې شاملې دي – د دغه ولایت په ښوونځیو کې د زده‌کړو زمینه برابره شوه.

هغوی زیاتوي، نجونو ته له لومړي تر شپږم او هلکانو ته له لومړي تر دوولسم ټولګيو پورې د زده‌کړو زمينه برابره شوې ده.

د مسوولینو په خبره، له پاکستانه راستنو شوو کډوالو ماشومانو شمېر ډېر دی، خو د ځينو ستونزو له امله یې زده‌کړې نه دي پيل کړې چې په نږدې راتلونکي کې به ښوونځي د شاملولو لپاره ترې ازموینه واخیستل شي.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند فرهاداحمد ستانکزي د کب په ۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت د مرکز جلال‌اباد ښار او ځینو ولسواليو کې د نوي ښوونيز کال پيلېدو سره له پاکستانه تازه راستنو شوو ماشومانو ته د زده‌کړو زمينه هم برابره شوې ده.

دی وايي، په تورخم کې د دوی ځانګړې کمېټه فعاله ده چې د راستنېدونکو کډوالو ماشومان يې ثبتول او هغوی يې د زده‌کړو پيل او دوام ته هڅول.

ستانکزي زياته کړه: «تر اوسه د راستنو شوو ماشومانو له ډلې ۱۵۰۰ کسانو زده‌کړې پيل کړې، په دې کې شاوخوا ۹۰۰ هلکان او تر ۶۰۰ پورې نجونې دي.

د پوهنې رياست وياند وايي، هلکانو ته له لومړي تر دوولسم ټولګي او نجونو ته له لومړي تر شپږم ټولګي پورې د زده‌کړو زمينه برابره شوې چې په خپلو سيمو کې نږدې ښوونځيو کې شامل شوي دي.»

هغه وويل: «ځيني زده‌کوونکي د خپلو کورني مشکلاتو له امله تر اوسه ښوونځيو کې نه دي شامل شوي ليکن زموږ له خوا ورته تشويق او د عامه پوهاوي کمپاينونه روان دي چې ډېر ژر به هغوی هم شامل شي.»

د پوهنې رياست د وياند په خبره، د وزارت د تګلارې له مخې، د لوړو ټولګيو زده‌کوونکو څخه بايد ازموینه واخيستل شي چې لومړۍ ازموینه تېره شوې او دويمه ازموینه به راروانه مياشت واخيستل شي.

د پوهنې رياست وياند له راستنو شوو کډوالو غوښتنه کوي چې د خپلو اولادونو ښې راتلونکي په موخه دې هغوی په ښوونځيو کې شامل کړي.

بل لور ته، کډوال هم خوښ دي چې ماشومانو يې زده‌کړې پيل کړې دي.

وقارخان چې له پېښوره تازه راستون شوی او د جلال‌اباد ښار په مجبوراباد لېسه کې يې زده‌کړې پيل کړې وايي، ډېر په اسانۍ يې وکولای شول بېرته خپلې زده‌کړې پيل کړي.

هغه وويل، تورخم کې د پوهنې رياست له خوا ثبت شوي وو؛ کله چې دلته ښوونځي ته ورغلل نو د داخلې کارونه يې ډېر ژر خلاص شول.

بلخوا زړګی چې د ننګرهار د سره‌رود ولسوالۍ اوسېدونکی دی او شاوخوا درې مياشتې مخکې له پاکستانه راکډه شوی، ماشومان یې د بېوزلۍ له امله له زده‌کړو پاتې دي.

دی وايي، اوس په دې هڅه کې دی چې لومړی کار روزګار پيدا کړي، له هغه وروسته به خپل اولادونه په ښوونځیو کې شامل کړي.

پاکستان د تېر ۲۰۲۳ ميلادي کال په اوکتوبر کې له دغه هېواده د غیرقانوني کډوالو ايستلو پرېکړه وکړه چې تر اوسه پورې تر پنځوس زره ډېرې کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.