ترینکوټ (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۲): د اروزګان والي وایي، د دغه ولایت د پرمختګ او خلکو ته د کار زمینې برابرولو په موخه به ګڼ شمېر پروژې پلې او دولتي ځمکې به له غصب خلاصې کړي.
د اروزګان والي مولوي محمد عليجان احمد نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، په مرکز او ولسوالیو کې د ۴۰ تشخیص شوو کانونو له جملې یې یوولس په قرارداد ورکړل شوي چې د سروې له پای ته رسېدو سره به یې ډېر ژر د کیندنو او استخراج چارې پیل شي.
هغه زیاته کړه، د یادو کانونو د استخراج په بدل کې به دغه ولایت کې ګڼ شمېر پرمختیایي پروژې پلي او خلکو ته کاري زمینه برابره شي.
هغه وویل، تېر یوه کال کې توانېدلي چې ۴۹ زره جریبه دولتي ځمکه تثبیت او له ډلې یې نهه زره له غصبه خلاصه کړي.
والي دغه راز زیاته کړه، اروزګان کې د دولتي او مرستندویه موسسو په مرسته د تېر یوه کال په موده کې د ۳۵ میلیون ډالرو په لګښت بېلابېلې پروژې هم پلې شوي چې شاوخوا ۱۵۰ زره کسانو ته پهکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د هغه په خبره، دغه موده کې د ۲۰ ښوونځيو د جوړېدو چارې هم بشپړې شوې او د ۱۲ نورو د جوړولو چارې دوام لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP