ګردېز (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): د پکتیا د مرکز ګردېز ښار اوسېدونکي وايي چې په استوګنیزو سیمو کې د تولیدي فابریکو فعالیت د هوا ککړتیا ترڅنګ غږیزه ککړتیا هم رامنځته کړې ده.
د ګردېز ښار اړوند د اریانا پمپ سیمې یوه اوسېدونکي معینشاه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کور له دېوال سره یې نښتې د ګوړې جوړولو فابریکه فعالیت کوي.
هغه وايي: «زموږ د کور دېوال سره نښتې یوه فابریکه ده، زموږ د کور په ګډون یې شاوخوا ټول ګاونډیان له دود او غږه په تنګ دي.»
هغه ټینګار وکړ چې حکومتي مسوولین باید هغو فابریکو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي چې د دود تصفیه کولو فلټرونه نه لري.
دغه راز، د ګردېز ښار یو بل اوسېدونکی ظاهرشاه وايي چې په استوګنیزو سیمو کې تولیدي فابریکو فعالیت هوا ککړه کړې او غږیزه ککړتیا يې هم پیدا کړې ده.
ده وویل: «دلته زموږ کورونو سره نږدې یوه فابریکه ده، هم دود کوي او هم یې غږ په تنګ کړي یو، که دا حالت همداسې دوام وکړي موږ مجبور یو بل ځای کډه وکړو.»
یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو یې په دې برخه کې د جدي اقدام غوښتنه وکړه.
ورته وخت په ګردېز ښار کې د یوې کارخونې مسوول فضلالدین جلالزي پژواک ته وویل چې د صنعتي ښارګوټي نشتوالي له امله کارخونې په استوګنیزو سیمو کې فعالیت کوي.
هغه وویل چې د برېښنا نشتوالي له کبله ډېری کارخونې د ډبرو له سکرو، لرګیو او یا هم جنراتورونو استفاده کوي چې له کبله یې هوا ککړېږي او غږیزه ککړتیا هم رامنځته کېږي.
بلخوا حکومتي مسوولین هم مني چې په استوګنیزو سیمو کې د تولیدي فابریکو فعالیت خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.
د پکتیا د چاپېریال ساتنې رييس مولوي عبدالهادي هدایت پژواک ته وویل چې په دغه ولایت له نیمايي ډېرې فابریکې په غیرمعیاري ډول فعالیت کوي.
هغه زیاته کړه، تر ډېره يې هڅه کړې چې د تولیدي فابریکو فعالیت معیاري کړي.
نوموړی زیاته کړه: «زه ویلی شم چې ګردېز ښار کې د کارخونو فعالیت په سلو کې پنځوس فیصده غیرمعیاري دی نو کله چې فعالیت غیرمعیاري شي نو زیان یې هم پراخ وي، هم یې هوا او هم یې غږیزه ککړتیا رامنځته کړې ده.»
ده وویل، د فابریکو مسوولینو د غږیزې ککړتیا لپاره یو څه کړي خو د هوا ککړتیا مخنیوي برخه کې وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله معیاري فلټرونه نهشي لګولای.
د مسوولینو معلوماتو له مخې، دا مهال په ګردېز کې لسګونه فابریکې په استوګنیزو سیمو کې فعالیت کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP