ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې یوې ځوانې نجلۍ ځان‌وژنه کړې

فاریاب کې یوې ځوانې نجلۍ ځان‌وژنه کړې

author avatar
24 Mar 2024 - 16:40
فاریاب کې یوې ځوانې نجلۍ ځان‌وژنه کړې
author avatar
24 Mar 2024 - 16:40

میمنه (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۳): د فاریاب امنیتي مسوولین وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په قرمقول ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ ځان‌وژنه‌ کړې ده.

د فاریاب د والي ویاند عصمت‌الله مرادي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ له غرمې وروسته د دغه ولایت د قرمقول ولسوالۍ په التي‌بولک کلي کې د فېروزې په نوم یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده.

نوموړي د نجلۍ د پلار له قوله وویل چې لور یې رواني ناروغي درلوده او څو ورځې وړاندې یې د درملنې په موخه روغتون ته هم وړې وه.

خو بل لور ته بیا د سیمې یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل، یاده نجلۍ چې کوژدن یې په ایران کې اوسېده تېره ورځ یې ورسره د ټلیفون له لارې خبرې کړي او بیا له هغې وروسته یې د کورنۍ له غړو او خپل کوژدن سره مخه ښه کړې چې د کورنۍ غړو یې شوخي بللې ده.

د سرچینې په خبره، یادې نجلۍ د ځان په زندۍ کولو سره خپل ژوند ته د پای ټکی اېښی دی.

د یادونې ده، تېره ورځ د قدرت‌الله په نوم د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی چې له کوژدن کېدو وروسته ایران ته تللی و، په هغه هېواد کې یې ځان وژلی دی.

که څه هم ځان‌وژنه د اسلام په مبارک دین کې حرامه بلل شوې، خو یو شمېر کسان د کورني تاوتریخوالي، اقتصادي او رواني ستونزو له امله په دغه عمل لاس پورې کوي چې دیني عالمان یې ستره ګناه بولي.

Views: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.