ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دیره اسماعیل خان کې وسله‌وال برید؛ د دوو پاکستاني پوځیانو په ګډون لس کسان وژل شوي

دیره اسماعیل خان کې وسله‌وال برید؛ د دوو پاکستاني پوځیانو په ګډون لس کسان وژل شوي

author avatar
17 Jul 2024 - 17:18
دیره اسماعیل خان کې وسله‌وال برید؛ د دوو پاکستاني پوځیانو په ګډون لس کسان وژل شوي
author avatar
17 Jul 2024 - 17:18

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): سرچینې وایي چې د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان سیمه کې د وسله‌والو په یوه برید کې د دوو پوځیانو په ګډون لس کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای‌اېس‌پي‌ار) د جولای په ۱۶مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وسله‌والو پرون د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان سیمه کې پر یوه کلیوالي روغتیایي مرکز برید کړی چې وروسته په نښته کې دوه پوځیان وژل شوي دي.

دغه راز، مشال راډیو د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې پرون ناپېژانده وسله‌والو د دیره اسماعیل خان د «پرووه تحصیل» سیمې د شموزۍ کلي پر روغتیایي مرکز برید وکړ چې په پایله کې یې دوه روغتیاپالانې، دوه ماشومان او یو څوکیدار ووژل شول.

سرچینه زیاتوي، له برید وروسته امنیتي ځواکونو د وسله‌والو پر ضد عملیات ترسره کړل چې په نښته کې درې وسله‌وال او دوه پوځیان ووژل شول.

د راپورونو له مخې، د روانې جولای میاشتې په ۱۵مه وسله‌والو د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر یوه پوځي مرکز برید کړی و چې په کې لږ تر لږه اته پاکستاني پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ کسان ټپیان شوي وو.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.