Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند د نهرالسراج یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري

لښکرګاه (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د هلمند د نهرالسراج ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري او وایي چې له امله یې د دوی په سیمو کې ګڼ شمېر کسان پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

د هلمند ولایت د نهرالسراج ولسوالۍ د سیمټې سیمې یوه اوسېدونکي اسلام‌الدین پژواک خبري اژانس ته وویل، په سیمه کې یې د څښاک لپاره پاکې اوبه نه پیدا کېږي.

هغه زیاته کړه: «په دې سیمه کې زموږ په ګډون، ډېر لویان او ماشومان پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي، دلته د برمو اوبه توروې یا ترخې شوې، هره ورځ ډاکټرانو ته خپل ناروغان وړو، اکثرو د دې اوبو له امله ژوند هم له لاسه ورکړی دی.»

د یادې سیمې یوه بل اوسېدونکي عبدالله وویل چې په سیمه کې یې لویه ستونزه د پاکو اوبو نشتوالی دی چې ګڼ شمېر کسان یې ناروغان کړي دي.

هغه وویل: «زموږ اوبه داسې تورې او ترخې دي، که لویان او یا ماشومان یې وڅښې، په نس‌ناستي او نورو ناورغیو اخته کېږي، خلک بې‌وزله دي، نشي کولی چې درملنه یې وکړي.»

ورته مهال، د محمدقاسم په نوم یو کروندګر هم وايي: «د پاکو اوبو نشتوالي د انسانانو ترڅنګ کرنې ته هم سخت زیان اړولی دی، هر څه چې وکرو، نه را شنه کېږي او که شنه شي وده نه کوي.»

هغوی له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې سیمه کې یې ورته د څښاک پاکو اوبو شبکې جوړې کړي او څاه‌ګانې وکېندل شي.

په همدې حال کې د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولین هم مني چې په نهرالسراج ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.

د یاد ریاست رییس ډاکټر سیداحمد سعيد پژواک ته وویل: «تېرو وچکالیو په دغه ولایت کې پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی سخت کړی چې له ډنډونو او نورو ناپاکو اوبو څخه استفاده کوي، نو د همدې ناپاکو اوبو له کبله محرقه، نس‌ناستی او بېلابېلې ناروغۍ خلکو ته پیدا شوې دي.»

هغه زیاتوي، په دغه ولایت کې ۶۰ سلنه خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري او په خبره یې، که خلک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي، د نس‌ناستي او محرقې ناروغیو پېښې به کمې شي.

بلخوا بیا د هلمند د کلیو او پراختیا ریاست مسوولین وايي، د نهرالسراج ولسوالۍ په ګډون یې د یو شمېر نورو ولسواليو د خلکو لپاره هم د څښاک پاکو اوبو رسولو د شبکو غوښتنې له مرکز سره شریکې کړې دي.

د یاد ریاست مرستیال مولوي محمدنبي مولانا وویل: «موږ د کال په سر کې پاکو اوبو ته د خلکو د نه لاسرسي عرضې راټولې کړې او وزارت ته مو لېږلې دي او د ځینو منظوري هم راغلي ده چې اوس په سنګین، بغنۍ، نوزاد، ګرمسېر، کجکي او واشېر ولسوالیو کې یې کارونه روان دي.»

د یادونې ده، د وروستیو کلونو وچکالۍ له امله د هېواد په ډېر شمېر ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې چې له امله یې د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.