کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۴): ستره محکمه وایي، په فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو کې پر څلور کسانو د قصاص حکم پلی شو.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه حکم نن پر دوو کسانو په بادغیس او پر دوو نورو کسانو په فراه او نیمروز ولایتونو کې د درېګونو محکمو او د اسلامي امارت د رهبر له تایید وروسته پلی شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، لومړی قاتل سلیمان نومېده چې د بادغیس ولایت د تګابعلم ولسوالۍ د چاهجلال کلي اوسېدونکی و او درې کسان یې د کلاشینکوف په ډزو وژلی وو، دویم قاتل حیدر د مجنون زوی د بادغیس ولایت د درهبوم ولسوالۍ د نخچرستان کلي اوسېدونکی و چې یو تن یې د کلاشینکوف د ډزو په وسیله وژلی و.
سترې محکمې دغه راز لیکلي چې نن د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار د شهید حقاني ورزشي سټډیوم کې هم پر یو کس د قصاص هم حکم پلی شو.
سرچینې زیاته کړه چې دغه کس عبدالقدیر نومېده او د زرنج ښار اوسېدونکی و چې د تفنکچې په وسیله یې یې یو تن وژلی و.
دغه راز، په فراه ولایت کې هم نن پر یوه تن د قصاص حکم پلی شوی دی.
سترې محکمې لیکلي چې یاد کس محمدصادق نومېده، د فراه ولایت د شیبکوه ولسوالۍ اوسېدونکی و چې د چاقو په واسطه یې یو تن وژلی و.
د یادونې ده چې اسلامي امارت له دې مخکې هم د قصاص په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې مجرمینو ته تعزیري سزاګانې ورکړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP