ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اعصابو متخصص: د اعصابو اراموونکو درملو له ډېرې استفادې ډډه وکړئ

د اعصابو متخصص: د اعصابو اراموونکو درملو له ډېرې استفادې ډډه وکړئ

author avatar
5 Aug 2024 - 15:15
د اعصابو متخصص: د اعصابو اراموونکو درملو له ډېرې استفادې ډډه وکړئ
author avatar
5 Aug 2024 - 15:15

زرنج (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۳): په نیمروز کې د اعصابو یو متخصص د اعصاب اراموونکو درملو له حده ډېره استفاده پر دغو درملو د روږدي کېدو لامل ګڼي او سپارښتنه کوي چې دغه درمل دې په دوامداره ډول نه کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر کورنۍ وايي، د کورنۍ د غړو روږدي کېدو له امله یې ژوند تباه شوی دی.

د اعصابو متخصص: د اعصابو اراموونکي درمل ډېر مه استفاده کوئ

په زرنج ښار کې د رواني او عصبي ناروغیو او روږدو درملنې کلینیک مسوول ډاکټر سیدخلیل شاه کاظمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د اعصابو هغه بېلابېل درمل چې عصبي یا د خپګان ناروغیو لپاره ورکول کېږي، باید دوامداره ونه کارول شي؛ ځکه چې په اوږدمهال کې د روږدي کېدو لامل کېږي او پرېښودل یې د نشه‌یي توکو پرېښودو په څېر رواني فشار او درد لري.

هغه زیاته کړه: «هر ډول درمل چې د انسان په خوی کې بدلون راولي او د تسکین او ارامښت او یا خوند او خوښۍ لامل یط کېږي، د رواني درملو په کټګورۍ کې راځي او اوږدمهاله کارونه یې د عصبي اختلالاتو یا لېونتوب او بې‌خودۍ لامل کېږي.»

نوموړي زیاته کړه: «زه د اعصابو ډاکټر یم، سره له دې کلونه کېږي چې کلینیک کې د روږدو درمنله کوم خو د هغوی د درد تسکین لپاره هغوی ته هیڅ ډول ارام‌بښونکي درمل نه ورکوم؛ ځکه له دغه اعتیاد څخه له خلاصون وروسته په بل ډول اعتیاد اخته کېږي، هان د عصبي ناروغۍ درملنې لپاره هم د ارام‌بښونکو درملو سپارښتنه نه کوم.»

هغه سپارښتنه وکړه: «د دې ډول درملو کارونه چې نن سبا په پټه په درملتونونو کې پلورل کېږي، د ډېری ځوانانو د مړینې لامل شوې او یا یې د هغوی ژوند تباه کړی، پوهېږم چې ډېر ځوانان د وزګارۍ او کډوالۍ له امله نشو ته مخه کوي، زه سپارښتنه کوم چې د درملو کارولو پر ځای دې ورزش وکړي.»

هغه کورنۍ چې ژوند یې د اعتیاد له امله تباه شوی

ریزه‌ګل بارکزۍ پژواک خبري اژانس ته وویل، درې کاله مخکې یې زوی وزګار شو او وزګارۍ دومره ځوراوه چې د خپل ارامښت لپاره یې د اعصاب له اراموونکو درملو ګټه اخیسته او دغه ګټه اخیستنه ډېر دوامداره شوه.

نوموړې وايي، د ژوند ستونزو او د ارام‌بښونکو درملو کارونې یې د زوی پر حرکاتو او رویې ډېر منفي اغېز کړی و، د هرې ورځې په تېرېدو یې د زوی رویه له کورنۍ سره بدلېده.

هغې چې د خپل ژوند ترخه کیسه بیانوله او له سترګو یې اوښکې روانې وې، زیاته کړه: «ورو ورو یې د ارام‌بښونکو درملو له کارونې وروسته د چرسو او بېلابېلو تابلیتونو [تابلیت کا] کارول پیل کړل او هره ورځ به نشه کور ته راته او رواني حالت یې هره ورځ لا خرابېده.»

هغې چې ویل یي، زوی یې یو کال ټابلېټ کا کارولي زیاته کړه: «زوی مې چې کله کا ټابلېټ کارول او کور ته راته، له ټولو سره یې بده او غوسه‌‌ناکه رویه کوله او ان پر ما او خویندو یې د اخلاقي فساد تورونه وهل، له شپې تر سهاره به ویښ و، یوه شپه دوه بجې له خوبه راویښه شوم  چې له چاقو سره زما پر خوا را روان و او حمله یې راباندې وکړه، زه یې په چاقو ووهلم، وروسته د خپل پلار خونې ته ولاړ او هغه یې وواژه، خور یې راویښه شوه، دوه وروڼه یې په چاقو ووهل او وتښتېد.»

ورته مهال، ډاکټر شګوفه شریفي هغه مېرمن چې د خاوند له خوا طلاقه شوې وايي، خاوند یې له ایران څخه ټابلېټ کا واردول او پر ځوانانو یې پلورل، خو بې‌خبره له دې چې خپله هم پرې روږدی کېږي.

هغې زیاته کړه: «خاوند مې له ایرانه ټابلېټ کا راوړل او هره یوه یې ۲۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو پلورله، د ټابلېټونو بیې د هغو کیفیت ته په کتو فرق کوي او د ټابلېټونو له پلور یې ښه عاید ترلاسه کول خو له څه مودې وروسته خپله هم پرې روږدی شو.»

نوموړې زیاتوي: «کله چې مې خاوند د یادو ټابلېټونو کارول پیل کړل، پر رواني ناروغۍ اخته شو… د شپې چې به راته وهلم به یې، زه به یې حمام کې بندولم.. کله چې به کتنځای کې وم، راته به او د ناروغانو پر وړاندې به یې جنګ راسره کاوه، تر دې چې طلاق مې واخیست.»

د زرنج ښار یوه اوسېدونکې نرګس سادات هم وايي چې اعتیاد ترې یو ځوان ورور واخیست.

هغې زیاته کړه: «منیر ۲۴ کلن و، د اعصابو ارامولو هر ډول ګولۍ یې کارولې، یوه شپه له خپلو ملګرو سره محفل ته تللی و، کله چې راغی خپل د خوب تخت ته ولاړ؛ کله چې سهار راویښ شوو، هغه مړ و، سکته یې کړې وه، داغ یې تر ابده زموږ په زړونو کې پاتې شو.»

نوموړې چې د نشه‌یي توکو، په ځانګړې توګه د ټابلیټ کا او شرابو د پېر او پلور مخنیوي غوښتنه یې وکړه، زیاته کړه، ورور یې هغه شپه د تابلیت کا د خوړلو ترڅنګ شراب هم څښلي وو.

د نیمروز امنیې قوماندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت مرستیال مولوي محمد فاروقي وویل چې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې او د هغو  له ېر او پلور یې د مخنیوي لپاره شپه او ورځ په سنتي او صنعتي ډول خپلې ټولې هڅې کړې دي.

هغه زیاته کړه: «له نېکه مرغه تېره میاشت د نشه‌يي توکو پرسونل ۱۵ کسان چې د اعصاب ارامولو ټابلېټونو پېر او پلور کار یې کاوه، له اوو کارتنونو سره چې (۴۵۸۵۲) ټابلېټ کا یې درلودې نیولي او د هغوی دوسیه یې محکمې ته لیږلې ده.»

فاروقي د نیمروز له خلکو غواړي څو له نشه‌يي توکو د مخنیوي برخه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.