ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې په لومړي ځل یوې ښځې د عکاسۍ او فوټوکاپي دوکان جوړ کړی

نیمروز کې په لومړي ځل یوې ښځې د عکاسۍ او فوټوکاپي دوکان جوړ کړی

author avatar
3 Sep 2024 - 15:39
نیمروز کې په لومړي ځل یوې ښځې د عکاسۍ او فوټوکاپي دوکان جوړ کړی
author avatar
3 Sep 2024 - 15:39

زرنج (پژواک، ۱۳وږی ۱۴۰۳): نیمروز کې د شکېبا په نوم یوه ښځه چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې یې د عکاسي او فوټوکاپي دوکان جوړ کړی وايي، که ملاتړ یې وشي، خپل کاروبار به پراخ کړي او ډېرې نورې ښځې به پر کار وګوماري.

شکېبا اریامهر چې د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې یې د «چاپ‌خانه و عکاسی محبوب» په نوم دوکان جوړ کړی، پژواک ته وویل چې دغه عکس‌خانه یې یوه میاشت مخکې د ۳۰۰ زره افغانیو په پانګونه جوړه کړې ده.

هغې چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له انګلیسي څانګې فارغه ده، له دې مخکې د زرنج ښار په یوه لېسه کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوله.

هغې وویل چې خاوند یې هم د عکاسي او فوټوکاپي دوکان لري او دغه مسلک یې له هغه زده کړی دی.

شکېبا وایي، په دې چاپ‌خونه کې چې د خلکو، په ځانکړې توګه د ښځو په غوښتنه جوړه شوې، د دوو ښځو او یوه نارینه کارکوونکو پر مټ د عکس اخیستو، اسنادونو کاپي کولو او د مراسمو د فلم اخیستو خدمات وړاندې کېږي.

هغې زیاته کړه: «اوس زموږ په چاپ‌خونه کې ښځې په اسانۍ عکس اخلي؛ ځکه د ټولنیزو او کورنیو محدودیتونو په پام کې نیولو سره، ښځې د نارینه‌وو په عکس‌خونو کې ارامې نه وي او دې ته لومړي‌توب ورکوي چې یوه ښځه یې عکس واخلي.»

شکېبا وویل چې که حکومت او موسسې یې ملاتړ وکړي، وبه کولای شي کاروبار پراخ کړي او ډېرې نورې ښځې پر کار وګوماري؛ دغه‌راز له زده‌کړو د پاتې نجونو او ښځو ته به د انځور او ويډیو اخیستو او د هغو د اېډیټ برخه کې د زده‌کړې زمینه برابره کړي.

د هغې په خبره، په راتلونکي کې په پام کې لري چې د نورو وسایلو او ماشینونو په پېرلو سره پر جامو هم د بېلابېلو ډیزاینونو د چاپ اسانتیا رامنځته کړي.

په دې عکس‌خونه کې ښځینه کارکوونکې خوښې دي جې د کار زمینه ورته برابره شوې دي.

د یادې عکاسخانې د فلم اخیستو برخې مسووله نسترن محمودي وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې یې په وړیا ډول د خپلوانو او ملګرو د خوښۍ مراسمو انځورونه او فلمونه اخیستل، خو اوس په دې عکس‌خونه کې پر کار ګومارل شوې او وړیا کار نه کوي.

هغې چې د یوې میاشتې په اوږدو کې د خوښۍ پنځو مراسمو فلمونه اخیستي زیاته کړه: «پلار او ورور مې د عکاسي دوکان درلود، دې برخه کې مې ډېره تجربه درلوده، دغه مسلک مې له هغوی زده کړی دی.»

هغې څرګنده کړه، محفل له مشتري سره د پرېکړې پر اساس، په منځني ډول له پنځو تر اتو زرو افغانیو پورې فلمبرداري کوي.

د دې عکاس‌خانې جوړېدو ته د خلکو هرکلی

د یادې عکاس‌خانې یوې مشتري صفیې مرادي وویل، مخکې به د عکس اخیستو لپاره د نارینه‌وو عکاس‌خانې ته تله او راحته به نه وه.

هغې د یادې عکاس‌خانې خدمات باکیفیته وبلل او زیاته یې کړه: «ډېره خوشحاله یم چې یوه مېرمن زما عکس اخلي او دغه‌راز خوشحاله یم چې له دې وروسته به د خپلو خوښیو محفلونو کې ښځینه فلمبردارې ولرو.»

د زرنج ښار یوه اوسېدونکې شاه‌رخ د یادې ځانګړې عکاس‌خونې له جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل: «نن مې خپله مېرمن د عکس اخیستو لپاره د مېرمنو عکاسي ته راوسته… دا عکاسخانه مېرمنو لپاره امن او ډاډمن چاپېریال لري.»

هغې ښځینه فلمبردارانو ته په اشاره وویل: «یو نېک اقدام دی؛ ځکه چې له دې وروسته به زموږ د خوشحالۍ محفلونو د ښځینه‌وو برخې فلمبرداري ښځینه کوي.»

ورته مهال، د تبسم یوسف‌زۍ په نوم مېرمن چې د پاسپورټ عکس او نورو اسنادو چاپولو لپاره راغلې وه، د دې عکاسۍ د جوړېدو هرکلی یې وکړ.

هغه هیله لري چې په دغه او نورو ولایتونو کې دغه ډول مرکزونه ډېر شي.

دغه‌راز، د زرنج ښار اوسېدونکې شیما محمدي وویل: «د دې چاپ‌خونې رامنځته کېدل له یوې خوا نورو مېرمنو ته د پانګونې انګېزه او لېوالتیا ورکوي او له بلې خوا د مېرمنو د پیاوړتیا او وړتیا څرګندونه هم کوي.

هغه هیله‌منه ده چې حکومت او همکارې موسسې د دې ډول نوښتګرو او پانګه‌والو مېرمنو ملاتړ وکړي څو خپلو کارونو ته لا پراختیا ورکړي.

ورته مهال، د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل مدیر نجیب‌الله خاشرودي پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادې چاپ‌خونې جوړېدل د یوې متفاوتې سوداګرۍ په توګه نورو مېرمنو ته د وړو او لویو سوداګریو زمینه برابروي او هغوی هڅوي چې خپله پانګه د سوداګرۍ برخه کې په کار واچوي.

هغه ډاډ ورکوي چې دغه خونه د یادې چاپ خونې په ګډون د سوداګرو مېرمنو د کار د ودې برخه کې به له همکارو موسسو او حکومت سره اړیکه کې شي او هغوی مرسته جلب کړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.