کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۳): د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې د زیانمنو او بېسرپرسته ښځو لپاره په حمایوي مرکزونو کې د روغتیايي، رواني، خوړو او سرپناه خدمتونو وړاندې کولو په موخه یې د اماراتي ادارو ترمنځ شپږ اړخیزه هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت پرون پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د کار او ټولنیزو چارو، کورنیو چارو او د عامې روغتیا وزارتونو، سترې محکمې، د زندانونو د تنظیم ادارې او افغاني سرې میاشتې ټولنې ترمنځ د زیانمنو او بېسرپرسته ښځو ته د خدمتونو وړاندې کولو په موخه شپږ اړخیز هوکړهلیک لاسلیک شو.
سرچینې زیاته کړې، د یاد هوکړهلیک موخه زیانمنو او له خطر سر مخ ښځو ته د مناسب او خوندي حمایوي مرکز په غوره توګه تنظیمول دي، څو د دغو مرکزونو له لارې دوی ته روغتیايي، رواني، خوړو او سرپناه خدمات وړاندې شي او همدارنګه تر ملاتړ لاندې ښځې د هغوی له کورنیو او شرعي محارمو سره یوځای شي.
د سرچینه کاږي چې اوسمهال ۴۱ بېسرپرسته ښځې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کابل په حمایوي مرکز کې تر حمایت لاندې دي.
سرچینې ویلي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو مرستیال شیخ عبدالبر وویل، د ټولنې زیانمنو اقشارو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته رسېدنه د دغه وزارت له اساسي دندو څخه ده.
هغه زیاته کړه: «خلکو ته د ټولنیز خوندیتوب د زمینې برابرول زموږ له مکلفیتونو څخه دي او په دې برخه کې موږ تل بریالۍ هلې ځلې کړې دي.»
نوموړي د اسلام سپېڅلي دین په رڼا کې د ټولنیز خوندیتوب په اړه معلومات شریک او له اړوندو امارتي ادارو یې وغوښتل چې د دغه هوکړهلیک په ښه تطبیق کې ونډه واخلي او په دې برخه کې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره لازمې همکارۍ وکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په پای کې د اړوندو امارتي ادارو استازو د دغه هوکړهلیک په پلي کېدو کې د خپلې تلپاتې همکارۍ ډاډ ورکړ او غوښتنه یې وکړه چې په دې برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مشرۍ یوه کاري کمېټه جوړه شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن