زرنج (پژواک، ۱۳لړم ۱۴۰۳): د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د نورو ولایتونو په پرتله د ایران د ویزې له لوړې بیې شکایت لري او وایي چې د دې ستونزې هواري لپاره دې په دغه ولایت کې د ایران کونسلګري پرانیستل شي.
هغوی زیاتوي چې دا نوې ستونزه نه ده او له ډېرې پخوا موجوده ده خو په دې برخه کې هيڅ اقدام نه دی شوی.
د زرنجښار یوه اوسېدونکي جاوېد زوري چې د ویزې اخیستو په موخه یې خپل پاسپورټ یوه سیاحتي شرکت ته ورکړی، پژواک خبري اژانس ته وویل، نیمروز کې کونسلګري نشته، د دغه ولایت اوسېدونکي د ویزې اخیستو په موخه نورو ولایتونو ته چې هلته کونسلګرۍ وي، ځي او یا هم د شرکتونو له لارې ویزه اخلي.
هغه وویل: «په کندهار کې د ایران کونسلګري د نیمروز اوسېدونکو ته انفرادي ویزې نه ورکوي او وایي چې پاسپورټونه مو شرکتونو ته تسلیم کړئ، کله چې یې شرکتونو ته ورکوو، انلاین نوملیکنه کوي او په درېیو میاشتو کې نوبت رارسېږي چې ۱۲۵۰۰ افغانۍ اخلي، که فوري ویزه وغواړو، یوې اونۍ کې نوبت رارسېږي، باید ۱۸۰۰۰ افغانۍ ورکړو.»
هغه د ویزې له لوړې بیې هم شکایت درلود او ویې ویل: «هيڅ نه پوهېږم چې د ایران ویزه نیمروزیانو ته ولې په ۱۶ زره افغانۍ، خو د هرات او فراه اوسېدونکو ته په ۶ زره افغانۍ ده.»
زوري وویل، مسوولینو ژمنه کړې وه چې دې ستونزې ته به رسېدنه کوي، خو تر اوسه یې نه ده کړې.
نوموړی له اسلامي امارته غواړي چې یادې ستونزې ته دې رسېدنه وشي او د امکان په صورت کې دې په دغه ولایت کې د دغه هېواد کونسلګري پرانیزي.
ورته مهال، د دغه ولایت یوې اوسېدونکې کریمې بارکرۍ هم ورته شکایت درلود، ویې ویل: «جالبه ده چې په یوه هېواد کې د ایران ویزه درې بیې لري…. یو بام دوه هواوې.»
دې دا ستونزه د نیمروزیانو په حق کې بېانصافي وبلله او له اسلامي امارته یې د حل غوښتنه وکړه.
ورته مهال، د نیمروز د کنګ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي امانالله بلوڅ چې د ویزې اخیستو په موخه یې یوه شرکت ته مراجعه کړې، هم د دې ستونزې حل غواړي او وایي، په زمري میاشت کې یې د ویزې اخیستو په موخه خپل پاسپورټ یوه سیاحتي شرکت ته تسلیم کړی خو اوس ورته ویزه راغلې.
هغه زیاته کړه: «پرون یې راته احوال راکړ چې ستا ویزه راغلې، ومې غوښتل چې بېرته یې واپس کړم؛ ځکه چې ډېر ستړی شوی وم، زه د کار لپاره ایران ته ځم خو اوس د کار وخت لاړ ژمی شو.»
هغه د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي چې په نیمرزو کې دې د ایران کونسلګري جوړه شي څو د دغه ولایت خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شي او خلک له سرګردانۍ خلاص شي.
په همدې حال کې، په نیمروز کې د سیاحتي شرکتونو اتحادیې رییس عبدالوهاب خاشرودي وویل: «د کندهار زون لپاره ویزې همدا ډول دي، د ویزې بیې جلا دي، پر هغو د ټکټ پیسې هم اضافه کوي چې ډېریږي، عادي ویزې په ۱۱ زره او فوري ویزې په ۱۵۵۰۰ افغانۍ دي چې د ایران کونسلګري پر پنځو پاسپورټونو ۲۹۰ ډالر تقسیموي نو له دې کبله د ویزې پیسې ډېریږي په داسې حال کې چې د نیمروز خلک نه باید په هوایي ویزه کې شامل وي؛ ځکه چې ۴ کیلومتره فاصله لري، زمیني ځي.»
هغه وویل: «موږ له هر پاسپورټه د نوم لیکنې په موخه ۵۰۰ افغانۍ ځان ته اخلو، نورې روپۍ د ایران کونسلګري ته ځي، ګټه یې د شرکتونو لپاره نه ده.»
هغه وویل، بله ستونزه دا ده چې د ویزې لپاره د نوملیکنې سایټ په اونۍ کې یو ځل خلاصېږي، دوه اونۍ بند وي، کله چې سایټ بند وي، د ویزې بیه زر تر ۱۵۰۰ افغانیو پورې لوړیږي چې بیا هم خلک زیانمېږي، اوس هم سایټ بند دی.
خاشرودي هم د دې ستونزې د حل غوښتونکی دی.
په دغه حال کې د نیمروز د بهرنیو اړیکو د استازولۍ رییس مولوي یارمحمد حقیار هم مني چې د دغه ولایت د اوسېدونکو لپاره د ایران د ویزې بیه نسبت نورو ولایتونو ته لوړه ده.
هغه د نیمروز د اوسېدونکو اندېښنه پر ځای بولي خو وایي چې په دې وروستیو کې یې د سیاحتي شرکتونو له استازو سره ناستې لرلې او خبرې یې ورسره کړې دي.
هغه وویل: «د سیاحتي شرکتونو مسوولین وایي، عادي ویزې درې میاشتې او فوري ویزې یوه میاشت وخت نیسي، موږ د ایران له کونسلګرۍ سره هم خبرې کړې، هغوی وایي چې د انټرنېټ ستونزه لري او د ډېرو ویزو صادرولو وړتیا نه لري.»
د بهرنیو اړیکو رییس د ویزې د لوړې بیې په اړه وایي: «د دې ستونزې د حل په موخه مو په کندهار کې د ایران له سرکونسل سره خبرې کړې، خو سرکونسل د لوړې بیې پړه پر هوایي شرکتونو واچوله، راته ویې ویل، موږ چې یوه هوایي ویزه ورکوو، په دې موضوع کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د کندهار والي موافقه لري، خو کله چې موږ تحقیق او څېړنه وکړه، هوایي شرکتونو هم هيڅ ستونزه نه درلوده.»
نوموړي وویل چې دا موضوع په مرکز کې د بهرنیو چارو له وزارت شریکوي څو شته ستونزه هواره شي.
Views: 13
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP