Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې یو شمېر کوژدن ځوانان د ډېر ولور له امله ودونه نه شي کولای

پاراخ (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۳): پنجشېر کې یو شمېر خلک لوړ ولور ته اندېښمن دي او وايي، دې ستونزې د یو شمېر ځوانانو د واده مخه نیولې ده. هغوی له عالمانو غواړي چې د لمانځه په خطبو کې دا ستونزه یاده او د دیني لارښوونو له مخې د ولور کمولو لپاره حل‌لارې وړاندې کړي.

د رخې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عزت‌الله عارفي پژواک خبري اژانس ته وویل، زوی یې څلور کاله مخکې کوژده کړې خو له دې امله چې ولور ډېر دی، تر اوسه یې واده نه دی کړی.

هغه وايي: «که دا ناسم دود له منځه ولاړ نه شي، زوی به مې نور څو کلونه هم کوژدن پاتې وي.»

هغه اقتصادي ستونزو ته په اشاره زیاته کړه، درانه لګښتونه او بېکاري د کوژدنې کورنۍ د غوښتنو پوره کېدو مخه نیولې ده. عارفي دغه ‌راز له سوداګرو او پانګه‌والو وغوښتل چې د بې‌وزلو خلکو لپاره د واده ګډ مراسم ترسره کړي.

د پنجشېر په دره کې د صدیق‌الله په نوم یو بل ځوان هم همدې ستونزې ته په اشاره وویل: «نږدې څلور کاله کېږي کوژده مې کړې، د بېکارۍ او ولور زیاتوالي له امله واده نه شم کولای.»

هغه له سوداګرو وغوښتل چې په پنجشېر کې دې هم د ډله‌ییزو ودونو مراسم ورته ونیسي.

د عنابې ولسوالۍ اوسېدونکی خسرو وايي، درې‌نیم کاله کېږي کوژده یې کړې او د واده نه کېدو لامل یې د ولور زیاتوالی او په ټولنه کې ناسم دودونه بولي.

هغه له دیني عالمانو وغوښتل چې د منبرونو له لارې خلکو ته ووايي چې له بې‌ځایه لګښتونو او ملاماتوونکو رواجونو لکه اختري او نوروزي چې پر زوم ډېر مالي فشار راوړي، مخنیوی وکړي.

ورته مهال، پنجشېر کې دیني عالمان وايي چې ولور دې د اسلام د دین له نظره د یوې اسانه مسئلې په توګه په پام کې ونیسي؛ دا خپله خلک دي چې دا ستونزه یې پر ځان تحمیل کړې ده.

یو دیني عالم مولوي فهیم موحد په دې اړه وايي: «په اسلام کې واده یو تر ټولو اسان کار دی.»

هغه په واده کې د اسانتیا پر ارزښت ټینګار وکړ او له عالمانو یې وغوښتل چې په ودونو کې د پردیو رواجونو او ملاماتوونکو لګښتونو د مخنیوي لپاره کمېټې رامنځته کړي.

د مولوي عبدالمطلب په نوم یو بل دیني عالم د یو شمېر ځوانانو واده نه کېدو یوازېنی لامل لوړ لګښتونه وګڼل او ویې ویل: «دیني عالمان باید په منبرونو کې د اعلانونو او تبلیغاتو له لارې خلکو ته د اسانه ودونو مثبتې پایلې ورسوي څو د نا اړینو لګښتونو مخه ونیول شي.»

هغه ټینګار وکړ چې په نکاح کې د سختۍ دوام شاید ځوانان غیرشرعي لارو ته اړ باسي او یا د ناسمو چلندونو رامنځته کېدو لامل شي.

افغانستان کې د ولور زیاتوالی داسې مسئله نه ده چې نوې رامنځته شوې وي؛ له پخوا راهیسې د افغانستان د یو شمېر سیمو خلک له دې ستونزې شکایت لري او له عالمانو او حکومتونو غواړي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.