Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې پر دوو دیني عالمانو برید؛ یوه خپل ژوند له لاسه ورکړی او بل ټپی دی

کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳): د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ‎د ناپېژانده کسانو له خوا پر دوو دیني عالمانو برید کې یوه ژوند له لاسه ورکړی او بل ټپی شوی دی.

‎د بغلان امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې ‎تېر ماښام د مرکزي بغلان ولسوالۍ د جامع جومات پر خطیب مولوي حمدالله محمدي او د یاد جومات د مدرسې پر ښوونکي مولوي عبدالرزاق د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا برید شوی چې مولوي حمدالله ټپي شوی او مولوي عبدالرزاق خپل ژوند له لاسه ورکړی.

خبرپاڼه کې راغلي، برید هغه مهال شوی چې دغه دیني عالمان مېلمستیا ته روان وو.

دی وایي، لومړنۍ څېړنې ښیي چې دغه برید د شخصي دښمنۍ له امله شوی وي.

ورته مهال، د بغلان د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي وایي چې دغه دیني عالمان دواړه په موټر کې سپاره وو چې د ناپېژانده موټرسایکل‌سپرو له لوري پرې ډزې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.