پلعلم (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳): د لوګر سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت محمداغې، برهکي برک، خوښۍ او څرخ ولسوالیو ته د ازبکستان وارداتي برېښنا غځول کیږي.
د لوګر ولایت د برېښنا رییس مولوي فهیم منصور پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا عمومي ریاست له لوري د مرکز پلعلم لرو پرتو سیمو او ولسوالیو ته وارداتي برېښنا غځول کېږي.
ده زیاته کړه:«د برهکي برک ولسوالۍ اړوند ۵۰ ترانسفرمرونه منظور شوي، د محمداغې ولسوالۍ په زرغون ښار، مغل خېل او دهنو سیمو کې سروې روانه ده او هڅه پيل شوې چې د څرخ او خوښۍ ولسوالۍ ګڼو سیمو ته هم راتلونکې یوه کال کې برېښنا وصل شي.»
منصور همدارنګه وویل، د پخوا په پرتله دغه ولایت کې د برېښنا ریاست چارو پراختیا موندلې او سږ کال یې د مرکز پل علم له اوسېدونکو د برېښنا له درکه ۱۸۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
بلخوا، د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسیدونکي احمدمدثر وویل، خوښ دی چې د برېښنا ریاست له لوري یې ولسوالۍ ته د ازبکستان وارداتي برېښنا غځول کېږي.
نوموړي زیاته کړه:«د لوګر ولایت ډيری سیمې په ځانګړې توګه ولسوالۍ له برېښنا بېبرخې دي، د برېښنا نشتون نه یوازې زمونږ د خلکو ورځنۍ ستونزې زیاتې کړي، بلکي د اقتصاد، زدهکړو، روغتیا او ټکنالوژۍ په برخو کې یې هم د پرمختګ مخه ډپ کړې ده او غوښتنه مو داده چې برېښنا ریاست دې ژر تر ژره ولسوالیو ته برېښنا وغځوي.»
همدارنګه د مرکز پل علم یوه اوسیدونکي عزیزاحمد پژواک ته وویل، د ازبکستان وارداتي برېښنا پایې د خلکو په شخصي ځمکو او کورونو کې لګېدلې او خلکو ته یې د شخصي زیان لګښت هم نه دی ورکړل شوی، خو لاهم دغه سیمې تراوسه برېښنا نهلري.
هغه وویل: «له تېرو څو کلونو راهیسې مرکز ته برېښنا وصل شوې او د محدودو سیمو خلک ورڅخه ګټه اخلي او ډيرې سیمې له برېښنا بېبرخې دي، زما وړاندیز دا دی چې په لومړي سر کې دي د پلعلم ټولو سیمو ته برېښنا ورکړل شي او له دې وروسته اړتیا ده چې د ولسوالیو اوسیدونکو ته بې له ځنډه برېښنا وصل کړي.»
د یادونې ده چې د ازبکستان وارداتي برېښنا یوازې د لوګر د مرکز پلعلم ښار زرګونه کورنیو ته ورکړل شوې ده او د ولسوالیو او لرو پرتو سیمو اوسېدونکي د وارداتي برېښنا ترڅنګ، لمریزې او جنراتوري برېښنا ته هم لاسرسی نهلري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP