Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر بزګرانو د قوش‌تېپې کانال زرغونتیا لپاره  د ۱۷۰ زره نیالګيو مرسته وکړه

پل‌علم (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۳): د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز پل‌علم او ولسوالیو بزګرانو د قوش‌تېپې کانال د زرغونتیا لپاره د ۱۷۰ زره نیالګيو مرسته کړې ده.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرنې او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د مرکز پل‌علم، بره‌کي‌برک، محمداغې او څرخ ولسوالیو له بزګرانو څخه د قوش‌تېپې کانال د زرغونتیا لپاره مېوه‌لرونکي، بې مېوې او زینتي نیالګي راټول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، راټول شوي نیالګي د فوش‌تېپې کانال د زرغونتیا لپاره د ملي پراختیا ادارې مسوولینو ته سپارل شوي دي.

شاهد دغه راز د لوګر له بزګرانو مننه وکړه چې د قوش‌تېپې ملي کانال د زرغونتیا لپاره یې د نیالګیو مرسته وکړه، خو ټینګار کوي چې د ولایت بزګران او اوسېدونکي دې په نوي کال کې د خپلو سیمو د زرغونتیا او سرسبزۍ لپاره نیالګي کښېږدي.

د لوګر یوه بزګر عبدالوارث پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کار د دغه ولایت بزګرانو د یوه نوښت له مخې ترسره کړی او اړتیا ده چې د هېواد د نورو ولایتونو بزګران او د بزګرانو ټولنې هم ورته کار ترسره کړي.

د یادونې ده، د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ترڅنګ د دغه ولایت بزګران پلان لري چې په راتلونکي نوي ۱۴۰۴ کال کې زرګونه مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېږدي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.