کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۳): ملګري ملتونو اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا به په روانې میلادي میاشت کې د امنیت شورا ناسته کې د افغانستان په اړه وینا وکړي.
د ملګرو ملتونو د خبرپاڼې له مخې، یاده ناسته به د مارچ په لسمه د ډنمارک د دورهیي ریاست تر مشرۍ لاندې ترسره شي.
ملګرو ملتونو تر اوسه د امنیت شورا ناسته کې د یوناما د رییسې د وینا د موضوع په اړه جزئیات نه دي وړاندې کړي.
ویل شوي چې ملګري ملتونه به په مارچ میاشت کې د افغانستان، یمن او په منځنۍ اسیا او سوریه کې د سولې پروسې په اړه بحث وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مارچ په ۱۷مه هم د افغانستان په اړه ناسته او د یوناما ماموریت د تمدید د احتمال په اړه خبرې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP