Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله لس کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو

کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۳): تېره اونۍ، ځینو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه خو اسلامي امارت دا ادعاوې ناسمې وبللې، د یوناما مشرې ویلي، دا په اسلامي امارت پورې اړه لري چې له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل پر لور ګامونه اخلي که نه؟ خو کابل ټینګار کړی چې له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل په برخه کې یې خپل مسوولیت ادا کړی دی.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د یوناما مشره: دا په ا.ا پورې اړه لري چې ایا غواړي له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل پر لور ګامونه واخلي؟
  • د یوناما د مشرې څرګندونو ته د ا.ا غبرګون: له نړۍوالې ټولنې سره مو د تعامل برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی.
  • جرمني: د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل د رامنځته کېدو پر څرنګوالي کار کوو.
  • د مارچ ۸مه: نړۍوالو د افغان ښځو حقونو په اړه اندېښنه ښودلې؛ ا.ا: په دې اړه اندېښنه یوه کاذبه ادعا ده.
  • د پاکستان ادعا: بلوچستان کې پر اورګاډي بریدکوونکي له افغانستان سره اړیکې لرلې. ا.ا: پاکستان دې غیرمسؤلانه څرګندونې نه کوي.
  • یواېن‌اوډي‌سي: افغانستان کې د تریاکو بيه لوړه شوې؛ ا.ا: د تریاکو د بیو لوړېدل، له نشه‌یي توکو سره د ا.ا مبارزه ښيي.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له‌ امله لس کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي وو.

تېره اونۍ، د پکتیا امنیه قومانداني ویلي چې د صرافانو زاړه مارکېټ ته وسله‌وال غله ننوتي، یو ساتونکی یې وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.

تېره اونۍ، کندوز کې یو کس خپل زوی وژلی، ننګرهار کې یو کس خپله ځوانه لور وژلې، جوزجان کې یو کس د چاقو په ګوزارونو وژل شوی او بدخشان کې د یوه اووه کلن ماشوم مړی چې څه موده مخکې نادرکه شوی و، موندل شوی دی.

ځايي چارواکي وايي، میدان‌وردګو کې د ځایي کوچیانو او د سیمې اوسېدونکو ترمنځ شخړه کې دوو وروڼو ژوند بایللی او پلار یې ټپي شوی او فراه کې د میراث پر سر شخړه کې د دوو مېرمنو په ګډون درې کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوي، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

له نړۍ سره د کابل تعامل؛ د یوناما د مشرې څرګندونو ته د ا.ا غبرګون

تېره اونۍ افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي د دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې ویلي و، دا په اسلامي امارت پورې اړه لري چې ایا غواړي له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل پر لور ګامونه واخلي او حاضر دی په دې برخه کې لازم اقدمات وکړي؟

هغې ویلي، که اسلامي امارت پر نړۍوالو مکلفیتونو عمل وکړي، نه یوازې دا چې په سیاسي برخه کې د پرمختګ لپاره به اغېزناک، بلکې د ټول افغان ولس په خیر ښېګڼه به تمام شي.

خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د اوتونبایوا د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، افغانستان ټوله هڅه کړې چې له نړۍوالې ټولنې سره په تعامل کې ژوند وکړي، دا د افغانستان لپاره هم مهمه ده او غواړي له ټولو هغو حقونو چې دغه هېواد يې په ملګرو ملتونو کې په نړۍواله کچه لري، برخمن شي.

هغه زیاته کړې: «ولې متاسفانه ځیني هېوادونه په دې برخه کې خنډونه ایجادوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعيدي له مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې غواړي له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي.

دغه‌راز، د جرمني د استخباراتي سازمان رییس برونو کال ویلي، دغه سازمان د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل د رامنځته کېدو پر څرنګوالي کار کوي.

د راپورونو له مخې، د اسلامي همکاریو سازمان او د ترکيې هېواد استازو په ليدنه کې د افغانانو د ملاتړ لپاره د دوامداره تعامل پر اهمیت او له اوسنیو چارواکو سره د بېلابېلو مسایلو په تړاو د رغنده خبرو پر دوام ټینګار شوی دی.

تېره اونۍ، په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان سفیر مولوي بدرالدین حقاني افغانستان او پاکستان لپاره د ناروې له سفیر پرالبیرت ایلساس سره په لیدنه کې ویلي و، ناروې دې له نړۍوالې ټولنې، په ځانګړې توګه اروپایي هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په پیاوړتیا کې همکاري وکړي.

افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه اندېښنه او په اړه یې د ا.ا غبرګون

تېره اونۍ د شبنې ورځ، د مارچ اتمه د ښځو له نړۍوالې ورځې سره برابره وه.

د یادې نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، ځینو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د یادې ورځې په مناسبت د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر ټینګښت ټینګار کړی او ویلي یې و چې د هغوی غږ به نړۍ ته ورسوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) له اسلامي امارته غوښتي و «څو هغه بندیزونه لرې کړي کوم چې ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو محروموي.»

د بښنې نړۍوال سازمان بیا لیکلي و چې اسلامي امارت له ۲۰۲۱ کال را په دېخوا د ښځو د حقونو په اړه ۸۰ «سخت دریځه» فرمانونه وضع کړې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ( اېف‌اې‌او) د یادې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي و: «موږ د کرنې برخه کې د افغان ښځو ستاینه کوو؛ هغه ښځې چې د خوراکي امنیت، اقتصادي ودې او د لوږې پر وړاندې مبارزه کې مهم رول لري.»

خو د افغانستان د امر بالمعروف،‌ نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر ویلي و چې د اسلام مبارک دین ښځې ته د مور، خور، لور او مېرمنې په توګه یو لوړ مقام ورکړی او د هغې د حقونو، عزت او وقار ساتلو لپاره یې مشخص شرعي احکام وضع کړې دي.

هغه زیاته کړې: «په افغانستان کې د ښځو د حقوقو نقض یوه کاذبه دعوه ده چې یوازې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کارول کېږي؛ بېلابېل جهتونه له دې موضوع د خپلو موخو لپاره استفاده کوي، دا ادعا یوازې د هوایي خبرو تر حده محدوده ده؛ ځکه وروستیو نړۍوالو غونډو چې د ښځو د حقوقو تر نامه لاندې جوړې شوې، د ځینو سازمانونو او د اروپایي ټولنې د ځینو غړو هېوادونو دوه‌ مخیتوب بربنډ کړ؛ دا حقیقت ثابت شو چې دوی د حقایقو څخه ناخبره دي او د خپلو ګټو لپاره د افغان ښځو له سپېڅلي نوم څخه مکرر استفاده کوي.»

دغه راز، د اسلامي امارت وياند د ښځو د نړۍوالۍ ورځې په مناسبت ویلي و: «د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې له فرهنګ او عنعناتو سره سم د افغان مېرمنو ټول اساسي حقونه تامین شوي، خو باید هېره نه شي چې موږ د افغان مېرمنو حقوق په یوه اسلامي او افغاني ټولنه کې تر بحث لاندې لرو چې د غربي ټولنې او د هغوی د فرهنګ سره ښکاره توپيرونه لري چې د محاسباتو په وخت کې باید په نظر کې ونیول شي.»

له نشه‌یي توکو سره مبارزه او د ا.ا څرګندونې

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر ضد دفتر (یواېن‌اوډي‌سي) په یوه راپور کې ویلي و چې افغانستان کې د تریاکو بیه په یوه کیلوګرام کې ۷۵۰ ډالرو ته لوړ شوی دی.

یاد راپور کې راغلي، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د پروسس کچه کمه شوې او په عمومي توګه له دې هېواده د دغو توکو لېږد هم را کم شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «دا ټولو ته جوته ده چې کله تولید او عرضه نه وي، نو بیه څو برابره لوړېږي او د یاد سازمان څرګندونې په هېواد کې د نشه یي توکو د له منځه وړلو په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت د پوره جديت او مبارزې بیلګه ده.»

هغه لیکلي، ‏د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې په هېواد کې د نشه‌یي توکو د پروسس، توليد او قاچاق کچه د پام وړ کمه شوې او د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د نشه‌یي توکو د کښت، تولید او قاچاق په مخنیوي کې مهمې لاسته راوړنې لرلې دي.

په بلوچستان کې پر ریل‌ګاډي برید کې د کابل د ښکېلتیا ادعا او په اړه یې د ا.ا غبرګون

تېره اونۍ، بلوڅ بېلتون‌‌پالو پورې اړوند وسله‌والو په بلوچستان کې پر یوه مسافروړونکي ریل‌ګاډي برید کړی و او له ۴۰۰ ډېر کسان یې برمته کړي وو.

تر یاد بريد وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې بریدګر د برید پرمهال له افغانستان سره اړیکې لرلې.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په دې اړه ویلي: «په بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي اورګاډي په تړاو د پاکستاني پوځ د ویاند هغه بې اساسه تورونه چې د پېښې تړاو له افغانستان سره لګوي په کلکو ټکو ردوو او له پاکستاني لورو غواړو چې د داسې نامسوولانه څرګندونو پر ځای خپل امنیت او کورنیو ستونزو ته پام واړوي.»

د مرستو دوام

تېره اونۍ، ايټاليا له افغان کډوالو د ملاتړ په موخه ۳.۵ میلیون یورو مرسته ځانګړې کړه. دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي، عرفات جمال له نړۍ غوښتي چې افغانستان هېر نه‌کړي.

هغه ویلي، که اوس افغانستان یوازې پرېښودل شي ښایي وضعیت لا خراب شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.