Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدرالدین حقاني: ناروې دې له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو پیاوړتیا کې همکاري وکړي

کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۳): په ابوظبي کې د اسلامي ‌امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني افغانستان او پاکستان لپاره د ناروې له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، دغه هېواد دې له نړۍوالې ټولنې، په ځانګړې توګه اروپایي هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په پیاوړتیا کې همکاري وکړي.

په ابوظبي كې د اسلامي‌ امارت د سفارت پر اېکس‌پاڼه لیکل شوي، د اسلامي‌ امارت سفير مولوي بدرالدين حقاني تېره ورځ افغانستان او پاکستان لپاره د ناروې شاهي دولت له سفير پرالبیرت ایلساس او په ابوظبي کې د دغه هېواد له مستشار وزیر مختار اندرس غولبراندسن سره لیدلي دي.

سرچینې لیکلي، په دغه ناسته کې د افغانستان او سيمې هېوادونو په بېلابېلو سياسي او اقتصادي موضوعاتو شوې دي.

اعلامیه کې وړاندې لیکل شوي، بدرالدین حقاني ټینګار کړی چې ناروې دې له نړۍوالې ټولنې، په ځانګړې توګه له اروپایي هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د لاپیاوړتیا برخه کې د همکارۍ دریځ لا پیاوړی کړي.

ورته مهال، بیا د ناروې سفیر ویلي چې په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ شوی او سراسري امنیت تامین شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.