شبرغان (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۳): د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د زېبالنساء په نوم یوه نجلۍ توانېدلې چې په کلک هوډ سره د ځان او نورو نجونو لپاره د پرمختګ نوې لار پرانیزي، هغې د خیاطي د یوې کارګاه په جورولو سره لسو نورو ښځو ته هم د خیاطۍ زدهکړې زمینه برابره کړې ده.
۲۶ کلنه زېبالنساء د شبرغان ښار اوسېدونکې ده چې مخکې یې د جوزجان پوهنتون په انجنیرۍ پوهنځي کې زدهکړې کولې. هغې تل له زدهکړې او پرمختګ سره مېنه درلوده، خو ټولنیزو شرایطو او محدودیتونو د زدهکړو دوام ته پرېنهښوده او اوس یې د خیاطۍ د یوې کارګاه په جوړولو سره لسو نورو ښځو ته هم د خیاطۍ زدهکړې زمینه برابره کړې ده.
زېبالنساء په کلک هوډ او هڅو سره له شپږو میاشتو په کمه موده کې له خپلې ښوونکې خیاطي زدهکړې ده. هغې په لومړیو کې خپلې کورنۍ او خپلوانو ته جامې ګنډلې او ورو ورو یې لا ډېر فرمایشونه تر لاسه کول.
هغې وویل: «تل مې غوښتل یوڅه زده کړم، څو وکولای شم د خپل ځان او کورنۍ لپاره عاید ولرم، په هڅو او د کورنۍ او خپلوانو په ملاتړ مې وکولای شول دغه کارګاه جوړه کړم څو هغه نجونې او ښځې چې له زدهکړو پاتې دي، له دې لارې پرځانبسیا شي او د خپلو کورنیو په اقتصاد کې مرسته وکړي.»
هغې زیاته کړه چې د بریا لار تل اسانه نه وي، د اړتیاوړ او خامو توکو اخیستو لپاره د کافي پانګې نشتوالی او دغهراز د مرستندویه بنسټونو نه ملاتړ هغه ستونزې دي چې دا ورسره مخ ده.
زېبالنساء وویل: «خپله کارګاه مې په لږ پانګه پیل کړه، په دې کارګاه کې د ماشومانو سیټونه، د پخلنځي سیټونه او دودیزې جامې ګنډل کېږي. په یوه میاشت کې شاوخوا ۱۰ زره افغانۍ عاید لرم نو له دې امله ډېره خوشحاله یم.»
هغه له حکومت او مرستندویه موسسو غواړي چې د خیاطۍ د خامو توکو او تجهیزاتو لکه د خیاطۍ د ماشینالاتو برابرولو برخه کې ورسره مرسته وکړي څو وکولای شي خپل کار ته پراختیا ورکړي او نورو ښځو ته هم د خیاطۍ د زدهکړې فرصتونه برابر کړي.
هغه د نورو ښځو ته په خطاب کې وايي: «هیڅ شی غیرممکن نه دي. که موږ ښځې پر ځان باور ولرو، کولای شو ان په ډېرو ستونزمنو شرایطو کې پرمختګ وکړو. مهمه دا ده چې هیڅ وخت تسلیم نه شو او د خپلې ښې راتلونکې لپاره هڅه وکړو.َ»
د جوزجان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاده یلدوز ایلچي وايي: «په اوسنیو شرایطو کې له سوداګرو ښځو، په ځانګړې توګه د خیاطۍ په شان د کوچنیو تولیدي برخو له سوداګرو ملاتړ کولای شي د هغوی په اقتصاد کې ځانګړی رول ولوبوي. که حکومت او مرستندویه بنسټونه پانګونه وکړي، ښځې نه یوازې پر ځان بسیاینې ته رسېږي، بلکې نورو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې هم مرسته کوي.»
په همدې حال کې، د جوزجان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسووله لطیفه سرورزاده د دغه ډول کارګاوو جوړېدل مهم بولي او وايي چې له داسې ښځو باید ملاتړ شي.
هغې زیاته کړه: «د جوزجان ولایت د سوداګرۍ او صنایعو ریاست په خپل ټول توان د سوداګرو ښځو په خدمت کې دی او د هغوی له هڅو مادي او معنوي ملاتړ کوي.»
هغې وویل، په جوزجان کې ۲۰۰ کارګاوې شته چې ۱۰۰ یې د دغه ولایت د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو له خونې سره ثبت دي او په دغو کارګاوو کې ۳۵۰۰ ښځې کار او فعالیت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ډېرو ښځو د خپلو کورنیو د اقتصادي لګښتونو په پوره کولو کې د برخې اخیستو لپاره د بېلابېلو حرفو زدهکولو ته مخه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP