Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې د یو میلیارد افغانیو په لګښت تفریحي کمپلېکس جوړېږي

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۴): اقتصادي کمېسیون هرات کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په خصوصي پانګونه د «بام هرات» تفریحي کمپلېکس جوړولو طرحه تایید کړه چې د چارو په پيل سره به یې څلور زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د «بام هرات» تفریحي کمپلېکس جوړولو طرحه د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې تایید شوه.

سرچینې لیکلي، په یاده ناسته کې د اوسپنې ویلې‌ کولو پر فابریکو د دولتي داغمه‌جاتو د وېش او پلور، د بدخشان د ويکادور سرو زرو کان د قرارداد او دغه راز د یو شمېر نور تعقیبي موضوعاتو په اړه هم خبرې وشوې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په یاده غونډه کې له مفصل بحث وروسته په هرات کې د خصوصي سکټور له لوري د «بام هرات» تفریحي کمپلېکس جوړولو طرحه تایید شوه چې له مخې به یې خصوصي سکټور د یاد کمپلېکس پر جوړولو څه باندې یو میلیارد افغانۍ پانګونه کوي او شاوخوا څلور زره کسانو ته به په‌کې د کار زمینه برابره شي.

دغه راز، مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه څو د اوسپنې ویلې کولو له شرکتونو سره پخواني حسابونه تصفیه او له هغو شرکتونو چې د اسلامي امارت پوروړي دي، پورونه ترلاسه او هغو شرکتونو ته چې د افغانستان اسلامي امارت یې پوروړی دی، پورونه تادیه کړي او د داغمه‌جاتو د وېش او پلور په تړاو دې د مشرتابه د مقام حکم پلی کړي.

سرچينه زیاتوي، د کانونو او پټرولیم وزارت ته هم هدایت وشو څو د بدخشان د ويکادور سرو زرو کان د استخراج او پروسس په اړه ترسره شوې داوطلبي بې پایلې اعلان کړي، د دغه کان لپاره نوې داوطلبي ترسره شي او د نوې داوطلبۍ پر مهال دې وړ شرکت انتخاب شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، یاد تصامیم د مشرتابه مقام له لوري منظور شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.