غزنيښار (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۴): د غزني د لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې په سیمو کې یې نږدې روغتيايي مرکزونه نشته او که وي هم د نسايي ولادي څانګې نه لري چې له امله یې له ستونزو سره مخ دي او له حکومته غواړي څو د دوی دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
د دغو ولسوالیو له ډلې يوه هم ناوه ولسوالي ده چې له غزني ښاره ۱۷۰ کیلومتره لرې ډیورنډ کرښې ته نږدې پرته ده.
د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي او قومي مشر عبدالخالق پژواک خبري اژانس ته وويل، د نسايي ولادي برخې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
هغه زیاته کړه، ځيني وخت يې ناروغان د لارو خرابوالي او د ښځينه ډاکټرانو نشتوالي له امله ژوند له لاسه ورکوي.
د نوموړي په خبره: «د دې ولسوالۍ ډېری میندې د کلینیکونو او قابلو نشتوالي له امله د زېږون پر مهال له سختو ستونزو سره مخ کېږي چې په ځینو مواردو کې د مور او ماشوم د مړینې لامل هم ګرځي.»
دغه راز، اجرستان هم د غزني یوه له لرو پرتو ولسوالیو ده چې د دغه ولایت له مرکزه ۱۸۰ کیلومتره لرې پرته ده.
د دې ولسوالۍ يو اوسېدونکي وایي، که څه هم په سيمه کې يې یو روغتيايي مرکز دی، خو ښځينه کارکوونکې نه لري.
د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي نواب خان وويل، په ډېرو سختيو د نسايي ولادي ناروغان تر ښاره رسوي.
هغه زیاته کړه: «دوه کاله مخکې په ژمي کې د یوه ګاونډي مېرمن د زېږون پر مهال له ستونزې سره مخ شوه، مجبور وو چې مقر ولسوالۍ یا غزني ښار ته یې بوځي، خو د لارې په اوږدو کې یې ژوند له لاسه ورکړ.»
دوی له مسوولو ادارو، ملي او نړۍوالو بنسټونوغوښتنه کوي چې د نورو روغتیايي خدمتونو ترڅنګ دې د لرو پرتو سيمو نسايي ولادي برخې خدماتو ته هم پاملرنه زیاته کړي.
ورته مهال، د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولین هم یاده ستونزه مني او وايي، د غزني په یو شمېر ولسوالیو کې نسايي ولادي او نورو برخو کې ستونزې شته خو په خبره یې چې په نږدې راتلونکي کې به هوارې شي.
د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدځیرک ځيرک پژواک خبري اژانس ته وویل، د GH یا جنرال هسپټال پروګرام له لارې یې ۲۲ روغتیایي مرکزونو رامنځته کړي او یا یې هم ارتقا ورکړې ده چې له وزارته یې منظوري راغلې او په لنډ وخت کې به یې د ودانیو جوړولو چارې پيل شي.
نوموړي زیاته کړه، پنځو هغو ولسوالیو لکه ناوه، اجرستان، ګيرو، ناور او رشیدانو ته لومړیتوب ورکوي چې روغتیايي خدمات په کې کمزوري دي او روغتونونه یې ودانۍ لري.
هغه له همکارو روغتیايي موسسو هم غوښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې د کلینیکونو جوړولو برخه کې مرسته ورسره وکړي.
دا د غزني د پنځو ولسوالیو د خلکو ستونزې نه دي، بلکې د دغه ولایت په ډېرو نورو سیمو کې هم خلک له ورته ستونزو سره مخ دي چې د حل غوښتنه یې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP