هرات (پژواک، ۳۰ وری ١٤٠٤): هرات کې د رسنیو یو شمېر کارکوونکو او خبریالانو چې په وروستیو څو کلونو کې یې خپلې دندې له لاسه ورکړې او یا یې معاشونه کم شوي، اوس یې یوټیوب کې چینل جوړولو ته مخه کړې او له همدې لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي.
هرات کې د رسنیو ځیني دغه کارکوونکي د ژوند لګښتونو پیدا کولو لپاره یوټیوب کې چینل جوړولو ته مخه کړې ده.
هرات کې یو تجربه لرونکی خبریال سمیر عرفان چې څه باندې دوولس کاله یې په غږیزو او انځوریزو رسنیو کې کار کړی، د پژواک خبري اژانس له خبریال سره په خبرو کې یې وویل، د رسنیو د ځینو پروګرامونو د محتوا پر نوعیت د محدودیت وضع کېدو او د معاشونو کمېدو سره یې اوس یوټیوب کې د محتوا تولید ته مخه کړې ده.
عرفان زیاته کړه، له یوې خوا په کومه اندازه پیسې چې له دې لارې لاس ته راوړي، کولای شي د خپل ژوند لګښتونه پوره کړي او له بلې خوا کار یې په وخت او ځای پورې تړلی نه دی.
نوموړی یوټیوب د عاید ترلاسه کولو لپاره ښه سرچینه او یو ازاد کار وباله، ويې ویل، له سیاسي بدلون وروسته رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې، دې چارې په ځايي رسنیو کې د خبریالانو پر عاید او معاش مسقیم اغېز کړی دی.
د هغه په وینا، دی د خپل یوټیوب چینل له لارې د میاشتې له ۲۵ تر ۵۰ زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي.
د رسنیو کارکوونکی عبدالبصیر سروري چې خپله وايي، تر ډېره یې په رسنیو کې خپلو مخاطبینو ته تفریحي او ټولنیز پروګرامونه چمتو کول او زیاتوي، د رسنۍ له لوري یې د معاش په کمېدو سره دنده پرېښوده او اوس په یوټیوب چینل کې محتوا تولیدوي.
سروري د یوټیوب کارولو یوه ګټه دا یادوي چې په وخت او ځای پورې تړلی نه دی او زیاتوي، دی وخت ته په پام لنډ فلمونه او ټولنیز پروګرامونه جوړوي او په خپل یوټیوب چینل کې یې خپروي.
هغه چې د خپلې نهه کسیزې کورنۍ سرپرستي ور له غاړې ده وايي چې د خپلې کورنۍ د غړو مصارف د همدغه یوټیوب چینل له لارې پوره کوي.
سروري زیاتوي، اوسمهال هره میاشت په یوټیوب کې د فعالیت له لارې له ۱۰ تر ۱۵ زره افغانۍ ترلاسه کوي چې دا پیسې د هغه معاش په پرتله چې په رسنیو کې ورته ورکول کېده، ډېرې دي.
بلخوا، د هرات یو شمېر اوسېدونکي د یوټیوبرانو فعالیت د عاید مناسبه سرچینه بللې او وايي، په دې وروستیو کې په یوټیوب چینلونو کې د فعالیت لپاره د خلکو لېوالتیا ډېره شوې خو یو شمېر غیرمسلکي خلک د ویډیوګانو په خپرولو سره نه یوازې ښه محتوا نه تولیدوي، بلکې د مرکهکېدونکو حقوقي او حقیقي شخصیت ته هم صدمه رسوي.
د هرات یو اوسېدونکی سید مودود مولويزاده پر مناسبې محتوا او د خبریالۍ د اصولو پر رعایتولو ټینګار کوي او وايي، اړتیا ده چې یوټیوبران د فعالیت له ترسره کولو او د محتوا له تولید مخکې د خبریالۍ اصول او د مناسبې محتوا د تولید څرنګوالی زده کړي.
د مولويزاده په وینا، د یوټیوب ډېر کم چلوونکي رسنیز سواد لري.
ورته مهال، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چې اوسمهال په هرات کې د خبریالانو او یو شمېر نورو کسانو له لوري ۴۰ مشهور یوټیوب چینلونه فعالیت لري چې له دې څخه ۱۳ يې د یادې ادارې له لوري د فعالیت جواز ترلاسه کړی دی.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځایي رسنیو مدیر امامالدین یوسفزاده وايي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قوانینو له مخې، هغه کسان چې د یوټیوب چینل لري، باید د فعالیت جواز ترلاسه کړي.
هغه زیاتوي، په یوټیوب چینل کې د فعالیت د جواز ترلاسه کولو ټول پړاوونه ۱۴ زره افغانۍ لګښت لري چې له دې څخه څلور زره افغانۍ د جواز ترلاسه کولو لپاره او لس زره نورې د بانکي ضمانت په توګه اخیستل کېږي.
د یوسفزاده په خبره، په یوټیوب چینلونو کې فعالیت د هغو کسانو لپاره چې د رسنیز فعالیت په سمه طریقه او اصولو پوهېږي، یوه مناسبه دنده ده.
د یادونې ده، د جمهوریت له سقوط او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته پّ افغانستان کې ډېر شمېر رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله له فعالیته ولوېدې چې د دغو رسنیو ډېرو خبریالانو او کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او یا یې معاشونه کم شول، له همدې امله یې یوټیوب او نورو انټرنېټي شبکو ته مخه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP