Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تېر کال څلورمه ربعه کې د افغانستان د صادراتو کچه نږدې ۴۰۴ میلیون ډالره وه

کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۴): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د تېر لمریز کال په څلورمه ربعه کې د افغانستان د وارداتو کچه درې میلیارده او ۱۴۲،۶ میلیون ډالر او د صادراتو بیا ۴۰۳،۹ میلیون ډالره وه.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ادارې د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال څلورمې ربعې اړوند د هېواد د صادراتو او وارداتو ارقام راټول، توحید او تحلیل کړي دي.

خبرپاڼه کاږي، د دغو شمېرو له مخې، د وارداتو ارزښت درې میلیارده او ۱۴۲٫۶ میلیون ډالر او د صادراتو بیت ۴۰۳٫۹ میلیون ډالرو ته رسېږي.

د خبرپاڼې په حواله، د ۱۴۰۲ کال په څلورمه ربعه کې د وارداتو ارزښت دوه میلیارده او ۳۴۸٫۲ میلیون ډالرو ته رسېده چې د ۱۴۰۳ کال د همدې مودې په پرتله په وارداتو کې ۳۳٫۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، د ۱۴۰۲ کال په څلورمه ربعه کې د صاداراتو ارزښت ۴۲۲٫۲ میلیون ډالرو ته رسېده چې د ۱۴۰۳ کال څلورمې ربعې په پرتله ۴٫۳ سلنه کموالی په‌کې راغلی دی.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لیکلي، په یاده موده کې د توکو تر ټولو ډېر صادرات هند، پاکستان، عربي متحده اماراتو او ایران ته او تر ټولو ډېر واردات له ایران، چین، پاکستان او عربي متحده اماراتو وو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په وارداتو کې نفتي مواد او روغنیات، ماشینونه، ترانسپورټي وسایط او پرزې، منسوجات، او فلزي محصولات او په صادراتو کې وچې او تازه مېوې، طبي بوټي او معدني توکي شامل دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.