کابل (پژواک، ۷ غويی ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وایي، تېره میاشت د افغانستان د څلورو بندرونو د اوسپنې پټلیو له لارې د ۳۰۶ زره او ۷۶۵ مټریک ټنه توکو انتقالات شوي دي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاده اندازه انتقالات د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د تېرې وري میاشتې له پیله تر پایه شوي دي.
حقشناس زیاته کړې، یاده موده کې د حیرتان بندر له لارې ۲۳۷ زره او۱۶۶ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۹ زره او ۵۵۹ ټنه د تورغونډۍ بندر له لارې ۳۹ زره او ۷۸۶ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۱۰ زره او ۲۵۴ ټنه انتقالات شوي چې ټولیز وزن یې ۳۰۶ زره او ۷۶۵ مټریک ټنه کېږي.
سرچینه زیاتوي، په انتقالاتو کې نفتي، غیر نفتي او نور توکي شامل دي.
د سرچینې په حواله، د انتقالاتو له جملې ۲۹ زره او ۷۷۱ ټنه ترانزیټي او صادراتي توکي دي چې لویه برخه یې وچه مېوه، کینو او د انارو جوس دي.
د ټولګټو وزارت ویاند په خبره، هرڅومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړېږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابرېږي، ملي عواید زياتېږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځانبسياينې ته لاره هوارېږي.
حقشناس ویلي، ټولګټو وزارت هڅه کوي څو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال په کب میاشت کې د افغانستان د څلورو بندرونو د اوسپنې پټلیو له لارې ۳۵۸ زره او ۸۵ مټریک ټنه انتقالات شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP