جلالاباد (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار د کانال شرکت مسوولین وايي چې تېر کال د دې ادارې اړوند د زيتونو فابریکې د زیتون ۱۳۵ زره او ۵۰۰ لېتره تېل تولید کړي او تازه يې د هغو د بستهبندۍ او بازار ته د وړاندې کولو لړۍ پيل کړې ده.
ننګرهار کې د کانال رياست له لوري شاوخوا پنځه لسيزې مخکې په ۳۱۰۰ هکټاره ځمکه د زیتونو باغونه جوړ شوي وو خو د کورنیو جګړو پر مهال يې تر نيمايي زیات له منځه تللي او اوس يوازې پر ۱۷۲۰ هکټاره ځمکه باغونه ولاړ دي چې تېر ۱۴۰۳ کال کې ترې ۱۳۰۰ ټنه د زیتونو دانې راټولې شوي چې له ۳۰ ټنو څخه يې د زیتونو اچار او له پاتې نورو یې د زیتونو تېل توليد شوي دي.
د ننګرهار کانال (وادي کرنيز امارتي شرکت) د سوداګرۍ او بازار موندنې رييس انجنير نديالله نيازي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د زیتونو د تېلو او اچارو د توليد او پروسس چارې بشپړې شوې دي او اوس د تېلو د بستهبندۍ او بوتل ډکولو چارې پيل شوې.
دی وايي، په ۱۴۰۳ کال کې ۱۳۵ زره او ۵۰۰ لیتره د زیتونو تېل توليد شوي چې په ۵۰۰ زره بوتلونو کې به ځای پر ځای او بازار ته به وړاندې شي.
نوموړي وويل، هڅې يې پيل کړې چې د هېواد دننه او بهر خپلو محصولاتو ته بازار موندنه وکړي.
هغه زیاته کړه: «موږ د هېواد مختلفو ولايتونو کې په صنعتي نندارتونونو کې د ننګرهار زیتونو تولیدات نندارې ته وړاندې کړي، همدا راز د بهرنۍ بازار موندنې لپاره هم چین، ایټالیا او ګڼو نورو هېوادونو ته مو د زیتونو د تېلو نمونې لېږلي، هلته په لابراتوراونو کې ټېسټ شوي او د نړۍ په کچه باکیفیته تېل ثابت شوي دي.»
د کانال رياست وايي، د دې ادارې اړوند د زیتونو پروسس فابریکه کې تولید شوي تېل باکيفیته، پاک او د نورو تېلو په پرتله ارزانه دي چې هېوادوالو ته اوسمهال په ننګرهار او کابل کې په اسانۍ پيدا کېږي او راتلونکي کې به نورو ولايتونو ته هم دا لړۍ وغځول شي.
د ننګرهار زیتون فابریکه چې کلونه وړاندې د محمدظاهر شاه د شاهي حکومت پرمهال د زیتونو باغونو د دانو د پروسس لپاره جوړه شوې او اوس په کې شاوخوا ۵۰۰ کسان پر کار بوخت دي.
د دې فابريکې يو مسلکي کارکوونکی انجینر عتيقالله چې کلونه يې د زیتونو پروسس برخه کې کار کړی، وايي، د زیتونو پروسس په څو پړاونو کې ترسره کېږي چې په لومړي پړاو کې له باغونو د دانو راټولول، په دویم پړاو کې د دانو زخیره کول یا تبخیرول، په درېيم پړاو کې له دانو د تېلو ايستل او په وروستي پړاو کې په بوتلونو کې د تېلو بستهبندي ده چې اوسمهال په فابریکه کې کارکوونکي په همدغه چاره بوخت دي.
د يادولو ده چې دا فابریکه د پخواني شوروي اتحاد په تخنيکي همکارۍ په ۱۳۶۳ کال کې جوړه شوې وه چې د ننګرهار د زیتونو څخه يې تېل او اچار تولیدول او دا لړۍ تر اوسه روانه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP