Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د شاعرانو او فرهنګیانو د ملاتړ په موخه مشاعره جوړه شوه

پل‌علم (پژواک، ۲۷ غويی ۱۴۰۴): د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې «د شاعرانو او فرهنګیانو ملاتړ» تر عنوان لاندې مشاعره جوړه شوه.

په دې مشاعره کې چې پرون ماښام ترسره شوه، حکومتي مسوولینو، شاعرانو، لیکوالانو او د شعر مینه‌والو ګډون کړی و.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع‌الله صمیم د مشاعرې ګډونوالو ته وویل چې د تېرو کلونو په پرتله په لوګر کې فرهنګي فعالیتونه پراخ شوي او دغه ریاست هڅه کوي چې فرهنګیانو ته د فعالیت نوره زمینه هم برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی د پل‌علم ښار او ولسوالیو په کچه د ځوانانو، لیکوالانو او فرهنګیانو ترمنځ د فرهنګي فعالیتونو د همغږۍ او پیاوړتیا لپاره هڅې کوي او په دې برخه کې به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

په مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو او لیکوالانو د خپلو سیمو د جهادي او فرهنګي څېرو، سولې، یو بل منلو او د فرهنګي بډاینې په تړاو شعرونه او غزلونه وویل.

د مشاعرې یوه ګډونوال عبدالله پژواک خبري آژانس ته وویل چې دا ډول ادبي ناستې کولای شي فرهنګي هڅې پیاوړې او د شاعرانو ترمنځ لا ډېره همغږي رامنځته کړي.

نوموړي دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاسته غوښتنه وکړه چې د لوګر ټولو فرهنګي ټولنو، ادبي بهیرونو او شاعرانو ته د پخوا په څېر د فعالیت زمینه برابره کړي او ليکوالان وهڅوي چې خپل فعالیتونه او ليکنې ‌ډېرې کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.