Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزه کې د اسرائیل تازه بریدونه؛ ۲۴ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۸ غويی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د غزې په خان‌یونس سیمه کې د اسرائیلو د هوايي بریدونو له امله ۲۴ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

رویټرز خبري اژانس د فلسطین د روغتيايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې تېره ورځ اسرائیلو د غزې تړانګې اړوند خان‌یونس سیمه کې د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو پر یوه پنډغالي هوايي برید کړی چې په کې لږ تر لږه ۲۴ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

په راپور کې راغلي، یادو روغتیایي سرچینو ویلي چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د اسرائیلي ځواکونو بریدونو کې سلګونه فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د قطر او مصر چارواکو ویلي، تېره ورځ یې د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند د غیر مستقیمو خبرو نوی پړاو پیل کړی دی.

د راپورونو له مخې، د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې په غزه کې ۵۳۲۷۲ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲۰۶۷۳ نور ټپيان شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.